کابل (پژواک ١١ تله ٩٢): د افغانستان د کيوکوشين کان کراټې لوبډله په نړيوالو سياليو کې د ګډون په په موخه نن (د تلې ١١مه) د بلغاريا پلازمېنې صوفيې پر لور روانه شوه.
د يادې لوبې د سازمان له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د صوفيې په سياليو کې د ټولې نړۍ د ۵۴ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي.
سرچينې زياته کړې، چې دا سيالۍ د تلې په ١٣مه پيلېږي او دوه ورځې به روانه وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان کيو کوشين کان کراټې سازمان شپږ کسيزه لوبډله چې درى لوبغاړي او درى کسه رهبري پلاوى دى په يادو سياليو کې ګډون کوي.
په سياليو کې د افغانستان له ډلي دوه هلکان او ښځينه لوبغاړي برخه اخلي، په ۶۰ کيلو ګرام وزن کې غلام محبوب رحيمي، په ۶۵ کيلو ګرام وزن کې حجت الله سميع زاده او هايده ګلزار په ازاد وزن کې برخه اخلي.
د افغانستان کيوکوشين کراټې سلاکار صابري وايي، چې د افغانستان لوبډلې په پام کې و چې اوه کسيزه لوبډله ولېږي، خو په کابل کې د بلغاريا سفارت څلورو لوبغاړو ته وېزې ورنه کړې.
هغه زياته کړه، چې دوى د دغو سياليو لپاره ښه تمرينات ترسره کړي او هيله يې څرګنده کړه، چې لوبغاړي به يې ښه لاسته راوړنه ولري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن