Language

ناکامېدونکو ښځينه کانديدانو ته تضميني پيسې بېرته ورکول کېږي

اسعداباد (پژواک ١١ تله ٩٢): په کونړ ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، هغو ښځينه کانديدانو ته چې دوه سلنه راى ترلاسه نه کړي، تضميني پيسې بېرته ورکول کېږي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي د برخې مسوول سعادت الله مرزا د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرکز اسعداباد ښار په ګډون په ١٤ ولسواليو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د کارتونو د وېش پروسه په ښه توګه روانه ده.

هغه زياته کړه، اوسمهال د مرکز په ګډون په څلورو ولسواليو وټه پور، خاص کونړ، نرنګ او مرکز اسعداباد کې ګرځنده ډلې ګومارل شوې او په شرايطو برابر کسانو ته د رايې ورکونې کارتونه ورکوي.

د نوموړي په وينا، ډېر ژر به په پاتې ولسواليو کې هم ګرځنده ډلې فعالې شي.

مرزا وايي، چې په هره  ولسوالۍ کې يو د نارينه و او يو د ښځينه و د کارتونو د وېش ډلې کار کوي چې تر اوسه يې په ټول کونړ کې څه باندې  شپېته زره  د رايو کارتونه وېشلي دي.

په کونړ کې د ټاکنو د کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول وويل، چې د ولايتي شورا د  نوماندۍ  لپاره  ٣٨ کسانو  معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې چې اوه تنه يې ښځې دي.

د هغه په وينا، تر اوسه ٢٢ کسانو ولايتي شورا ته نوم ليکنې چې له دې ډلې څخه يې څلور ښځې دي.

مرزا وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي شوراګانو ښځينه نومادانو د نوم ليکنې په برخه کې يو څه اسانتياوې برابرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، ولايتي شوراګانو ته چې کومې ښځې د کانديدۍ پر مهال شل زره افغانۍ د تضمين په توګه ورکوي، د ناکامۍ په صورت کې دا پيسې بېرته ورکول کېـږي.

ده وويل، چې پخوا داسې نه و، کوم کانديد چې دوه سلنه رايه ترلاسه نه کړي، نو تضميني پيسې بېرته نه ورکول کېدې.

هغه زياته کړه، اوس کمېسيون پرېکړه کړې چې که ښځينه کانديدانې دوه سلنه رايه ترلاسه نه کړي هم، ضمانتي پيسې بېرته ورکول کېږي.

مرزا دغه راز وايي، چې کمېسيون د ښځينه  نوماندانو د کمپاين  لپاره د پوسټرو  او ځينو  نورو  پروګرامونو لګښتونه هم منلي دي.

د نوموړي په وينا، کمېسيون دغه پرېکړه د دې لپاره کړې، څو ډېرې ښځې په ټاکنو کې ونډه واخلي.