Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

څلور ځانمرګي بريدکوونکي ونيول شول

 فيض اباد (پژواک ١٣ تله ٩٢): د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښار کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور له چاودېدونکو واسکټونو سره يو ځاى نيول شوي دي.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې تنه د بدخشان مرکز فيض اباد ښار په بتاش سيمه کې د تېر ماښام په عملياتو کې ووژل شول.

هغه له نورو جزئياتو پرته وويل، چې نښته اوس هم روانه ده.

 د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمين زياته کړه، چې دغه عمليات د پوليسو، ملي امنيت او ملي اردو ځواکونو له لوري، د وسله والو طالبانو د خيرالله په نوم د يوه قوماندان د نيولو او وژلو په موخه له تېرې ورځې راهيسې په لاره اچول شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت د فيض اباد ښاروال نذير محمد نيازى له يوې چاودنې روغ رمټ وتلى و، خو د هغه د ساتونکو په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو او مسووليت يې  وسله والو مخالفينو پر غاړه اخيستى و.

 د بدخشان امنيه قوماندان د ياد ولايت په کشم ولسوالۍ کې دڅلورو شکمنو ځانمرګو بريدکوونکو د نيولو هم خبر ورکړ او وايي، چې تر دې مهاله د هغوى هويت نه دى معلوم او په دې اړه ترې پوښتنې  روانې دي.

 خو د بدخشان د والي وياند زياته کړه، چې دغه څلور تنه د ملي امنيت ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د کشم په مرکز کې له يوه کوره نيول شوي او له هغوى څخه درې چاودېدونکي واسکټونه، يو ماشيندار ، دوه راکېټونه او ځينې چاودېدونکي توکي تر لاسه شوي دي.

 راسخ وويل، چې بريد کوونکو په فيض اباد ښار کې د بدخشان امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ د بريد نيت درلود.

 هغه زياته کړه، چې د يادې قضيې په اړوند ځينې مشکوک کسان هم نيول شوي، خو د هغوى شمېر يې په ډاګه نه کړ.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.