ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات دوه ورځنی نړيوال امنيتي کنفرانس پای ته ورسېد

د هرات دوه ورځنی نړيوال امنيتي کنفرانس پای ته ورسېد

هرات ښار (پژواک، ١٤ تله ٩٢): په هرات کې نړيوال امنيتی دوه ورځنى کنفرانس د ۳۰ هېوادونو د استازو په ګډون پاى ته ورسېد.

ياد کنفرانس د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز په نوښت د دوه ورځو لپاره د هرات لرغونې اختيار الدين نومې کلا کې جوړ شوی و.

د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر محمد داوود مراديان پژوک خبري اژانس ته وويل، چې په دې کنفرانس کې د ٣٠ هېوادونو ١٥٠ تنه حکومتي چارواکو او د نړيوالو سازمانونو غړو او کارپوهانو ګډون کړى وو.

ده زياته کړه، په کنفرانس کې د منځنۍ اسيا هېوادونو پر استازو سربېره د هند، چين، ايران، مصر، المان، روسيې، اروپايي ټولنې او امريکا دولتي او نادولتي استازو هم برخه اخيستې وه.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې دغه کنفرانس د افغانستان لپاره ګټور وباله.

ده زياته کړه، هغه ناسم انځور چې په دا وروستيو کې د افغانستان د امنيت په اړه نړيوالو ته رسول شوى و، په هرات کې د کنفرانس جوړښت وښوده، چې دلته امنيت ښه دى.

د افغانستان د ولسمشر امنيتی سلاکار ډاکټر رنګين دادفرسپنتا غونډې ته په خبرو کې وويل، چې له ترهګرۍ سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

  ده زياته کړه: “د اوس مهال ترهګري يو نړيوال وحشيانه جريان دى، چې ټول بشر يو ډول ګواښي؛ د القاعدې نړيواله ترهګريزه شبکه، پنجابي طالبان او لشکر جنګوي، له شرقي ترکستان جنبش څخه د ازبکستان تر اسلامي جنبش پورې، د چيچين ترهګر بيا افغان طالبان ټول ترهګريزې موخې او ګډ اهداف لري؛ دوی زموږ د تمدن او ديموکراسۍ دښمنان دي، په انتحار او انفجار سره مو هېوادونه او اقتصاد له منځه وړي، نو دا ډول کسانو سره مبارزه هم بايد د بشري ټولنې او ملتونو ګډ مسووليت واوسي.”

له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) مسوول صديق الله توحيدي، چې د کنفرانس يو له ګډونوالو څخه و، پژواک سره په خبرو کې د غونډې پايلې ګټورې وبللې او زياته يې کړه، د کنفرانس ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د سولې پلوي کوله.

دى وايي: “په دا دوه ورځو کې چې د هر هېواد استازي دلته خبرې کولې، لومړۍ خبره يې د سولې وه، نو زه د کنفرانس پايلو ته خوښ يم، ګډونوال يې افغانستان څخه ښه انځور ځان سره خپلو هېوادونو ته وړلی شي.”

د هرات کنفرانس کې په ښکاره کومه پرېکړه ونه شوه، خو د بېلابېلو کارپوهانو له لوري د سيمې د امنيت، صنعت، سوداګرۍ او ترانسپورتي اسانتياوو په اړه خبرې وشوې.

د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر مراديان په وينا، دا ډول غونډو ته به د سيمې په کچه دوام ورکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.