Language

سرچينه: موسى کلا ولسوالي د طالبانو تر محاصرې لاندې ده

لښکرګاه( پژواک ١٤ تله ٩٢) : يوې حکومتي سرچينې، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، چې د هلمند د موسى کلا ولسوالي د طالبانو تر محاصرې لاندې ده او فشار په زياتېدو ده.

سرچينه زياتوي، چې وسله وال طالبان تر امنيتي کمربند تېر شوي او ولسوالۍ ته ځان نږدې کوي.

سرچينه وايي، چې که دوى ته بېړنۍ مرسته ونه رسيږي کېداى شي امنيتي ګواښ پسې زيات شي.

خو د هملند د والي وياند عمر ځواک دا خبره نه مني، چې موسى کلا دې د وسله والو تر محاصرې او فشار لاندې وي.

موسى کلا له مرکز لښکرګاه څخه شاوخوا اويا کيلومتره لرې شمال لورته پرته ده.

Related Topics