Language

د بلخ والي: ولسمشر راته د پيسو او سپين چک وړانديزنه دى کړى

مزارشريف (پژواک ١٦ تله ۹۲): د بلخ والي عطا محمد نور وايي، چې  ځينو رسنيو يې پرونۍ څرګندونې تحريف کړې، خپرې کړې دي.

  عطامحمد نور ، چې د جمعيت اسلامي ګوند اجراييوي مشر دى، تېره ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل : “رييس صيب (صلاح الدين رباني) او ځينو نورو کسانو ته په وار وار وړانديزونه وشول، ويې ويل پيسې او سپين چک، د پيسو اندېښنه مه کوئ، ٥٠ ميليونه، ١٠٠ ميليونه ډالر چې دا يا هغه هېواد يې ورکوي، دومره خو موږ هم لرو؛ په مراتبو راغلل، د پيسو او سپين چک خبرې يې وکړې، لومړۍ مرستيالۍ او د کابينې يوه برخه يې هم ياده کړه. موږ هېڅ يو حاضر نه شو چې موږ دې  د دا ډول امتياز په هڅه کې واوسو… په آزاده او څرګنده وايم چې جناب ولسمشر موږ ته دا وړانديز درلود، ټيم يې موږ ته دا مشوره درلوده، په مراتبو يې موږ سره خبرې وکړې، ويل يې چې له تا، يا صلاح الدين خان او يا په لنډه توګه ووايم جمعيت سره زموږ ټيم بشپړېږي.”

د بلخ والي عطامحمد نور په مزارشريف کې د تلې په ١٦مه، په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د ده د خبرو يو اړخ دا و، چې جميعت اسلامي ګوند ښه وځلېږي، يو موټی وي او داسې تصميم ونيسي، چې ملي وي، د افغانستان په خير وي او د همدې ګوند په خير وي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې خبرو پسې يې داسې وويل: ((سربېره پر دې، چې ډېر کسان راغلي، د لومړۍ مرستيالۍ وړانديز  يې موږ ته کړی، د کابينې د يوې برخې وړانديز يې کړی، پيسې او سپين چک يې موږ ته وړانديز کړی، داسې کسان، چې ۴۰ ميليونه، ۵۰ ميليونه او ان ۱۰۰ ميليونه ډالرو وړانديز يې کړی، چې هغه او دغه هېوادونه به يې راکوي.))

د هغه په وينا، دغه پورته وړانديزونه ورته کانديدانو کړي او وروسته يې ويل چې  ولسمشر هم دوی ته وړانديزونه کړي دي.

د بلخ والي وويل، چې ولسمشر ورته د پيسو او سپينو چکونه وړانديزونه نه دي کړي.

ده  زياته کړه: ((ولسمشر موږ ته د استاد سياف، ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د يوځای کېدو يادونه کړې ده، دا چې وړانديز يې يو کس نه و، نو موږ نه دی منلى.))

د عطا محمد نور په وينا، د ولسمشر د وړانديز موخه دا نه وه، چې له يادو درېيو کسانو هغه ملاتړ کوي، بلکې شخصي نظر يې و او ويل يې چې که  له دې درېيو اړخونو سره  يو ځاى  کېدل به  د افغانستان په خير  وي.

خو د بلخ والي وويل، ځينو رسنيو په ځانګړې توګه طلوع تلويزيون د ده دغه خبرې تحريف کړې دي، چې ګواکې د سپين چک وړانديز ورته ولسمشر کړی وي، چې داسې نه ده.

نوموړي زياته کړه: ((دا چې رسنيو په سختو حالاتو کې کار کړی موږ يې منو؛ خو دا چې خبر تحريفوي، نو دا هم ماته توهين و اوهم ولسمشر ته توهين و.))

د بلخ والي همداراز په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو په اړه نن وويل، چې د عبدالله عبدالله د ډلې له مهمو کسانو څخه دی.

خو زياته يې کړه، چې که چېرې همداسې دولتي مامور و؛ نو د کمپاين حق نه لري او يواځې به خپله رايه کاروي.

ده  د احمد ضياء مسعود او اسماعيل خان په اړه وويل، چې دوی د جميعت ګوند مهم غړي دي، که چېرې ټول سره يوځای وای، نو ښه به وه.

د هغه په وينا، دا چې هغوی له عبدالله عبدالله څخه بېل له بلې ډلې سره دي؛ نو د دغه ډول ازادۍ حق لري.

د هغه په وينا،  ښکاره ده چې احمدضيا مسعود او اسماعيل خان به دغه تصميم له خپله فکره د افغانستان د خير لپاره کړی وي.

احمدضيا مسعود د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر زلمي رسول لومړى مرستيال دى او محمداسماعيل د ولسمشرۍ د بل کانديد د عبدالرب رسول  سياف لومړى مرستيال دى.