ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې نجونو د اداري فساد پر ضد د ځغاستې سيالي تر سره کړه

هرات کې نجونو د اداري فساد پر ضد د ځغاستې سيالي تر سره کړه

author avatar
12 Oct 2013 - 16:25
هرات کې نجونو د اداري فساد پر ضد د ځغاستې سيالي تر سره کړه
author avatar
12 Oct 2013 - 16:25

هرات (پژواک ٢٠ تله ٩٢): هرات کې د اداري فساد پر ضد د لسګونه نجونو له لوري د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

 د اداري فساد پر ضد د ځغاستې دغه سيالي د مېرمنو د ټولنيزې، اقتصادي، پرمختيايي او ورزشي ټولنې له لوري ترسره شوه.

د دغه بنـسټ مشرې فيروزې د تلې په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سيالۍ کې د ښوونځيو ٢٠٠ زده کوونکو ګډون کړى و.

 د نوموړې په وينا، اداري فساد د دې ټولنې ستونزه ده، هغې هيله وکړه، چې د هېواد په نورو سيمو کې هم د فساد خلاف غږ اوچت شي.

د سيالۍ ګډونواله سليمه شيواني وايي: ((له اداري فساده زموږ ټولنه په ځانګړي ډول ځوانان ډېر رنځ ګالي.))

هغه زياتوي، کله چې له رسنيو د اداري فساد په اړه خبرونه اوري نو د يوې افغانې په توګه د ټولنې او هېواد پر دغه حالت شرمېږي.

د دې سيالۍ دريو لومړيو ګټونکو وږمې، مريم او شعبانې ته د ياد بنسټ له لوري ډالۍ هم ورکړل شوې.

 لومړۍ ګټونکې وږمې پژواک اژانس ته وويل، چې په سيالۍ کې د ګډون موخه يې په ټولنه کې د فساد پر خلاف مبارزه ده.

هغې له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د اداري فساد پر خلاف جدي هڅې پيل کړي او په فساد کې ښکېلو کسانو ته سزا ورکړي.

 

 د هرات والي سيد فضل الله وحيدي هم دا مني، چې په اداره کې فساد شته او زياته يې کړه، افغانانو د هېواد د جوړېدو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې خو له هغه سره سره بيا هم دغه هيواد په نړيواله کچه د فاسد هېواد نوم خپل کړ.

 والي د اداري فساد مخنيوى د هر افغان دنده وبلله او زياته يې کړه، له هغه نجونو سره به د هڅونې په موخه مرسته وکړي، چې نن يې د اداري فساد پر ضد د منډې په سيالۍ کې برخه اخيستې وه.

 تېر کال هم هراتي ځوانانو د فساد پر ضد د ځغاستې سيالي کړې وه خو دا لومړی ځل دى، چې پېغلو هم د فساد پر خلاف ورته ګام پورته کړ.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.