سرپل ښار ( پژواک ٢٤ تله ٩٢ ) : د سرپل ولايت اوسېدونکي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې امنيت ښه شوی؛ خو امنيتي مسوولين بايد لا پسې ګړندۍ چارې تر سره کړي، چې د خلکو پوره باور تر لاسه کړي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکي هم د تېرو ستونزو له امله د امنيت ټکنيتوب مني؛ خو زياتوي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د امنيت په موخه منظمې او ګړندۍ چارې روانې دي.
دوی وايي، که چېرې عام ولس د امنيتي مسوولينو ملاتړ وکړي؛ نو لرې نه ده، چې د امنيت په برخه کې شته ډېرې ستونزې له منځه لاړې شي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج، پژواك خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې په دغه ولايت كې تر ټولو ستره ستونزه پر پوليسو د عامو خلكو بې باوري ده.
نوموړي د خلكو د اعتبار په اړه په ځانګړې توګه څه ونه ويل، خو زياته يې كړه، چې ښايي له خلكو سره ښه چلند نه وي شوى.
د هغه په وينا، په تېر يو نيم کال کې يې په دغه برخه کې ډېر کار کړی او ډاډمن دی، چې د خلکو د باور تر لاسه کېدو ته خورا نږدې شوی دی.
نوموړي سرپل ولايت په نسبي توګه ناامنه وباله ، خو ټينګار يې كاوه، چې د امنيتي حالت د سمون لپاره يې ګړندۍ هڅې پيل كړې دي.
د هغه په وينا، د صياد او کوهستانات ولسواليو ځينې برخې او مركز ته نږدې سيمه سيداباد، له نسبي ناامنو سيمو څخه دی، چې د دوى ورته ډېر پام دى.
امنيه قوماندان مل پاسوال تاج وويل، چې د تېرو دووکلونو په ترڅ کې په يادو سيمو کې څو ځلې چاڼيز عمليات تر سره شوي او ښه نتيجه يې ورکړې ده.
نوموړي زياته كړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ كې يې د صياد ولسوالۍ نو قشلاق، ارملك، توربغري او شاتوت كلي له وسله والو مخالفينو پاك كړي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ كې يې د لسګونو ميله وسلو ترڅنګ زيات شمېر وسله والو مخالفين ژوندي نيول شوي او يو شمېر يې وژل شوي هم دي.
د سرپل ولايت اوسېدونکي که څه هم په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو د شتون پخلی کوي؛ خو له امنيتي مسوولينو څخه غواړي، چې د عامه ځايونو د امنيت په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د سرپل د مرکز اوسېدونکي محمد اسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت لا هم د ناامنۍ سيورى خور دی.
نوموړي زياته کړه، چې په لرې پرتو سيمو، کوهستانات او د صياد په ځينو برخو کې د طالبانو له شتون څخه څوک انکار نه شي کولی؛ خو امنيتي مسوولين بايد د ولايت مرکز ته نږدې د عامه ځايونو د امنيت په ټينګښت کې لټي ونه کړي.
د هغه په وينا، د سرپل مرکز او د شبرغان ښار تر منځ لويه لاره وخت ناوخته ناامنه وي، امنيتي مسوولين بايد د دغه ډول ستونزو پر وړاندې جدي هڅې وکړي.
اسماعيل وويل، چې که څه هم دغه لاره د امنيتي مسوولينو له خوا په پوره توګه څارل کېږي او د تېر په پرتله پکې پېښې کمې شوې دي؛ خو بيا هم د خلکو په زړونو کې ډار شته دی.
د سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد دين وويل،چې ياده ولسوالۍ لا هم د پخوانيو زورواکو په ولکه کې ده.
نوموړي د کوم زورواکي نوم په ډاګه نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې دلته د پخوانيو جنګونو زورواکي لا هم په نوې بڼه پر خلکو هراړخيز فشار راوړي.
د هغه په وينا ، د پخوانيو جنګونو پاتې شوني زورواکي له سياسي مسلو څخه د ځمکو تر غصب پورې د خلکو په ژوند کې لاسوهنې کوي، چې يو ډول ناارمه فضا يې رامنځ ته کړې ده.
محمد دين وويل، چې د همدې مسلو له امله د پوليسو او عامو خلکو تر منځ واټن پيدا شوی؛ تر کومې چې پوليس د خلکو ستونزې حل نه کړي او زورواکو ته ځواب ورنکړي، نو باورجوړول به ناشوني وي.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج وويل،دوی هڅې کوي، چې امنيتي حالات د تېر په پرتله ډاډمن وي.
نوموړي زياته کړه، چې د سرپل او شبرغان تر منځ لويه لاره کې له تېرو شپږو مياشتو هېڅ ډول ستونزه نه شته.
هغه همداراز د زورواکو د شتون په اړه وويل، چې کهوي؛ نو عام خلک دې له دوی سره نېغې اړيکې ونيسي، خپله ستونزه دې ورسره شريکه کړي.
تاج وويل، چې کهامنيتي مسوولينو د خلکو د ستونزو د حل په موخه جدي هڅې ونه کړي. نو بيا پوليس ګرم دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن