لښکرګاه (پژواک ٢٧ تله ٩٢): په هلمند ولايت کې د يوې دوديزې مېلې پر مهال د چاودنې له امله نهه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار د موټرسايکل په وسيله په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د سيمې اوسېدونکو په يوه دوديزه مېله کې ګډون کړى و، چې ناڅاپه د موټرسايکل بم په وسيله چاودنه وشوه.
دى وايي، په دې پېښه کې د دريو ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي ټپيان شوي ، چې د پوليسو او د سيمې اوسېدونکو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
والي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل.
د هلمند والي دغه راز وويل، چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو له خوا د خښ شوي ماين له امله په نوزاد ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي، چې يوه يې ښځه ده، وژل شوي دي.
نوموړي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې د جګړې پر ځاى د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او له جګړو څخه لاس پر سر شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.