هرات ښار (پژواک ٢٨ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې سږ کال په هرات کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله څو برابره زيات شوي دي.
د هرات د کرنې رياست د نباتي بوټو د ترويج مدير بشيراحمد احمدي د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په ۱۴۹ زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي وو چې نيمايي يې للمي کښتونه دي.
هغه زياته کړه، چې پر يادې ځمکې له کروندو په تېر فصل کې ٣٢٠ زره مټرېک ټنه غم ترې راټول کړي دي.
د احمدي په وينا، تېر کال د ناسم موسم له امله للمي کروندې سمې نه وې شوې خو د سږنيو غنمو د ښه حاصلاتو لوی لامل پر وخت موسمي بارانونه، کروند ګرو ته د کال په سر کې د تر دوه زره ميټريک ټنه اصلاح شوو تخمونو وېشل او د کروندو په اړه د کروندګرو د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی په ګوته کړل.
د کرنې رياست دغه مامور وايي، چې تېر کال د غنمو حاصلات تر ۲۸۰ زره مېټرېک ټنه وو، او هيله يې څرګنده کړه، چې راتلونکى کال به له اوسني کال څخه هم زيات حاصلات ولري.
د هرات ښار شمال لوېديځ لور ته د رباط سنګي ولسوالۍ يوه کروندګر محمدعارف پژواک اژانس ته وويل: ((سږ کال يې حاصلات ښه و.))
هغه د دې ښه والي لامل د حکومت له خوا پر وخت د غنمو د اصلاح شوي تخم ورکړه وباله او زياته يې کړه چې په دې سره يې حاصلات ډېر زيات شول.
د نوموړي په وينا، په خپله ځمکه کې يې سل منه تخم شيندلي چې له هر من څخه يې لس منه غنم راټول کړل.
دى وايي، چې حاصلات يې نه يواځې د ده د کور لګښت پوره کړ، بلکې ډېره برخه يې بازار ته هم وړاندې کړه.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن