کابل (پژواک٢٩تله٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي ډاډمن نه دي، چې سبا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د کانديدانو مقدماتي نوملړ اعلان کړي.
دوى وايي، چې د کانديدانو په اړه د دوى څېړنې لا هم روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وړمه ورځ ويلي و، چې د ټاکنو سيالۍ ته د داوطلبانو د اسنادو ارزول به تر سبا (د تلې٢٩مه) بشپړ کړي او د کانديدانو لومړنى لېست به يې خپور کړي.
د دې کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي له پژواک خبري اژانس سره په خبروکې هيله مندي وښوده، چې سبا د کانديدانو د اسنادو ارزول او د هغوى په اړه د کمېسيون څېړنې پاى ته ورسېږي او د کانديدانو مقدماتي نوملړ به خپور کړي.
ده زياته کړه: “زموږ څېړنه لا تراوسه هم روانه ده، موږ امېدوار يو چې تر سبا پورې په خير زموږ څېړنې خلاصې شي او سبا ته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو مقدماتي لېست اعلان کړو.”
هوتکي زياته کړه، په بېلابېلو برخو کې د کانديدانو د اسنادو ازرول دوام لري او د بهرنيو چارو وزارت له خوا هم دوى ته د ولسمشرۍ د کانديدانو د دويم تابعيت د څرنګوالي په اړه ټول معلومات وررسېدلي دي.
ټاکل شوې وه، تېره شنبه (د تلې٢٧مه) د کانديدانو مقدماتي نوملړ خپور شي، خو هوتکي يې د ځنډ لامل د کانديدانو د اسنادو کره ارزونه او د هغوى د دويم تابعيت په اړه د بهرنيو چارو وزارت له خواد معلوماتو په ورکولو کې ځنډ يادوي.
ده همداراز وويل، چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د اسنادو ارزول بشپړ شوي دي، خو په دې اړه يې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.
دا چې څومره کانديدان به د کمېسيون د ارزونو په پايله کې له نوملړ څخه ووېستل شي، هوتکي وويل چې کمېسيون به د خپلې وروستۍ پرېکړې د اعلان پرمهال دا موضوع په ډاګه کړي.
تېره ورځ د ټاکنو په کمېسيون کې يوې سرچينې پژواک ته ويلي و، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو له لېست څخه اته تنه وېستل شوي، چې د کانديدۍ په شرايطو برابر نه وو او ښايي دغه شمېره يوولسو ته لوړه شي.
د ټاکنو د کمېسيون له خوا د کانديدانو د مقدماتي نوملړ په خپرېدو کې ځنډ، د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له نيوکې سره مخ شوى دى.
د دې کمېسيون وياند او منشي محمد نادر محسني، تېره ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل ، چې د دې نوملړ ځنډول، کولى شي د ټاکنو بهير اغېزمن کړي.
محسني ويلي و، دوى ته د ټاکنو د احتمالي کانديدانو په اړه ٢٠ شکايتونه ور رسېدلي، چې اته يې څېړل شوي ، خو پاتې نور يې هغه وخت څېړل کېداى شي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کانديدانو مقدماتي نوملړ خپور کړي.
د ١٣٩٣ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ٢٧ تنو او د ولايتي شوراګانو لپاره له ٣٠٠٠ ډېرو کسانو د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې نوم ليکنه کړې ده.
ټاکل شوې، چې په افغانستان کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن