لښكرګا(پژواك ۲٩ تله ۹۲): د هلمند والي وايي، هغو کروندګرو ته به سخته سزا ورکړل شي، چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.
والي تورن جنرال محمدنعيم د تلې په ٢٩مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د نورو كلونو په پرتله به سږ کال د كوكنارو د كر او قاچاق په مخنيوي کې د دوى مبارزه جدي وي او د کوکنارو له کرونکو سره به قانوني چلند کېږي.
هغه زياته کړه، همدا كوكنار دي چې د دولت وسله والو مخالفينو ته امكانات برابروي او د پرمختګ او امنيت مخه يې نيسي.
د نوموړي په وينا، که چېرې يو ځل کوکنار وکرل شي بيا يې پر وړاندې مبارزه ستونزمنه وي خو د دولت وسله والو مخالفين يې دفاع کوي او کروندګر هم نه چمتو کېږي خپل نيم رسېدلي کښتونه له منځه يوسي.
والي په خپلو خبرو كې دا هم وويل، چې كروندګرو ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې كيمياوي سرې، اصلاح شوي تخمنونه او د كانالونو په پاكولو او نورو برخو كې مرستې شوې دي او په اړوند برخه کې يې مرستې دوام لري.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو څو كلونو كې په دغه ولايت كې د كوكنارو پر تاوانونو كروندګر هم پوه شوي چې له امله يې د كوكنارو په كر او كار كې كمښت رامنځته شوى دى.
د ده په خبره، چې له بلې خوا همدا كروندګرو د كوكنارو په كر كې كومه مالي ګټه هم نه ده كړې د حلالو كښتونو ګټه پرې ډېره ده.
د هغه په وينا، له کوکنارو ګټه يواځې مافيايي ډلې او وسله وال مخالفين ترلاسه کوي.
نوموړي زياته اوس مهال په هلمند كې نږدې سل زره كسان په نشه يې توكه روږدي چې نه يواځې يې كورنۍ ورسره په ستونزو كې راګير دي بلکې امنيتي حالت ورسره هم خراب شوي دي.
د ده په خبره، چې اوس مهال د کوکنارو د کر وخت را رسېدلى دى له دې امله يې ټولو امنيتي ارګانونو په ګډه د دې لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي چې د کوکنار د کر مخنيوى پرې وکړي.