Language

لښكرګاه (پژواك ۳۰ تله ۹۲): د هلمند چارواکي وايي، چې که د ولسواليو مسوولين د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې کمزورې مبارزه وکړي له دندو به ګوښه او عدلي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

 دغه څرګندونې د هلمند والي، امنيه قوماندان او نورو ولايتي چارواكو د تلې په ۳۰مه په لښكرګاه كې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

 د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم وويل، د كوكنارو د كر موسم را رسېدلى په ځينو سيمو كې كوكنار هم كرل شوي، دوى يې د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړى دى.

 د ده په خبره، كه چېرې كوكنار وكرل شي له منځه وړل يې بېلابېليېستونزې زېږوي، سيمې نا امنه كېږي، ډېر لګښتونه كېږي چې له همدې امله يې بايد له مخکې د کرلو مخه ونيول شي.

هغه زياته کړه، د نړۍ په كچه افغانستان او بيا په ځانګړې توګه هلمند د كوكنارو په كر كې لومړى مقام لري، چې له امله يې له يوې خوا نا امني، اقتصادي ستونزې، د روږدو کسانو زياتېدو هلمند بدنام کړى دى.

والي زياتوي، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته يې امر كړى، چې كروندګرو ته اجازه ور نه کړي څو کوکنار وکري او له امله يې سيمه نا امنه شي.

د كوكنارو د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي تر نامه لاندې په لومړۍ غونډه كې د هلمند د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور وويل، دوى پلان جوړ كړى، چې په ولسواليو او مركز لښكرګاه كې به د عامه پوهاوي دا ډول ١٩ غونډې جوړوي.

د ده په خبره، د كوكنارو بديل يې په ولسواليو كې د ښوونې روزني، روغتيا، كرنې او نورو برخو كې لسګونه پروژې لري چې په عملي كولو سره به يې په سيمه كې مثبت بدلون رامنځته شي.

په دي غونډه كې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وويل، پرته له دې چې كروندګر د بديل غوښتنه وكړي د كوكنارو له كر څخه به ډډه كوي.

انګار زياتوي، د كوكنارو كروندګرو ته به سزا وركول كېږي بلكې تر څنګ به يې د ولسواليو مسوولين د ټمبلۍ په صورت كې له دندې ګوښه كېږي او څارنوالۍ ته به يې ورپېژني.

نوموړي وويل، تر دې مخکې چې كومه مبارزه د كوكنارو په مخنيوې كې شوې له درغليو ډكه وه د ولايت لوړ پوړو مسوولينو د كمپاينونو لپاره ځانګړې شوې پيسې خپلو جېبونو ته اچولې.

د ده په خبره، تر هغو چې د فساد مخه ونه نيول شي د كوكنارو مخنيوى ناشونى دى بلکې د فساد په موجوديت کې به د کوکنارو کر او قاچاق نور هم زيات شي.

امنيه قوماندان زياته كړه، په نظامي شورا كې پرېكړه شوې، چې د دولت تر واك لاندې سيمو كې به د كوكنارو د كر مخه په كلكه نيول كېږي او په هغو سيمو كې به يې هم پر وړاندې مبارزه وكړي، چې د وسله والو مخالفينو په واك كې دي.

په همدي غونډه كې د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمدنعيم مومن وويل، چې تېر كال په هلمند كې د۲۵۰ ميليونه پاكستانۍ كلدارو په ارزښت ۱۱۹ زره كيلوګرامه ترياك طالبانو ټول كړي او جنګي وسايل يې پرې اخيستي دي.

په هلمند کې د شپږم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال محمود محمود وويل، په تېرو كلونو كې د كوكنارو پر وړاندي مبارزه بې پايلې وه او كه سږ كال هم داسې وي نو د تېرو كلونو په پرتله به يې ستونزې زياته وي.

د ده په خبره، په راتلونكي كال كې به يې د كوكنارو د كمپاين پر مهال ستونزې ځکه زياتې وي، چې له يو لوري د کروندو د له منځه وړو کمپاين پر وخت دى او له بل لوري د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې پيلېږي.

 د ولسوالانو په استازيتوب د ګرشك ولسوال محمدفهيم موسى زوى وويل، د كوكنارو د مخنيوي امكانات نه لري، ټكټران يې خراب دي او پخواني لګښتونه دې وركړل شوي.

نوموړي زياته كړه، په دې برخه كې بايد ولايتي اداره او لوړ پوړي چارواكې سمه مرسته وكړي.

Related Topics