لښكرګاه (پژواك، د لړم لومړۍ نېټه ۹۲): په هلمند كې يوه نجلۍ او يو ځوان په دې تور حلال کړى شوي، چې نجلۍ له ځوان سره په پټه له خپل کوره تښتېدلې وه.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د لړم په لومړۍ نېټه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون ماښام د لښكرګاه په بشران سيمه كې رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه دوه تنه د نجلۍ د کورنۍ له خوا وژل شوي دي.
نوموړي وويل، د دوى د معلوماتو له مخې دغه ځوان د بولان سيمې اوسېدونكى دى او د نجلۍ كورنۍ په ناوې ولسوالۍ كې اوسېږي، چې دوه ورځې وړاندې نجلۍ له دغه ځوان سره تښتېدلې وه.
ځواك وايي، په دې اړه نور جزئيات نشته خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل كړې دي.
د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر احمد فواد عسكري پژواك ته وويل، د هلك كور د لښكرګاه د بولان او د نجلۍ كورنۍ د فراه په بكوا كې اوسېږي، چې درې ورځې وړاندې دواړه له بكوا څخه لښكرګاه ته را تښتېدلي وو.
نوموړي وويل، په همدې اړه د نجلۍ د كورنۍ يو شمېر ځوانان په دې نوم د هلك كور ته ورغلي چې ګواكې د دوى نكاح به سره تړل كېږي خو د بشران په سيمه كې يې له موټره كښته كړي او دواړه يې تر وژلو وروسته په يوه هديره كې غورځولي وو.
ده وويل، د پېښې عاملين نه دي نيول شوي خو د پوليسو له خوا پلټنې روانې دي او په راتلونكو ۴۸ ساعتونو كې به ونيول شي.
بلخوا د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر شكر خان وايي، وژل شوې نجلۍ او ځوان تېره ورځ د بولان په سيمه كې د وسله والو له خوا له كوره ايستل شوي او بيا يې د بشران په سيمه كې د هغوى جسدونه موندلي دي.
ده ونه ويل، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې او وروسته به معلومه شي، چې اصلې پېښه څنګه رامنځ ته شوه.
د بولان سيمې يو اوسېدونكى د نوم نه ښودلو په شرط پژواك ته وويل،د وژل شوي ځوان كور د لښكرګاه بولان ته نږدې د ناوې په مربوطاتوكې دى.
ده وويل، وژل شوى ځوان حيات الله نومېده او مخكې يې هم واده درلود خو دا چې دغه پېښه څنګه رامنځته شوې ده نه دى خبر.
په بست روغتون كې يوه ډاكتر پژواك ته وويل، پېښه وروسته له هغه رامنځته شوې، چې له ځوانانو ډک څلور موټره پر كور ورغلي نجلۍ او ځوان يې دواړه ايستلي او بيا يې وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP