Language

جلال اباد(پژواک،٢لړم٩٢): په لغمان کې د ملي امنيت ادارې له شلو زيات داسې ماشومان نيولي، چې پاکستان ته د ځانمرګو بريدونو د روزنې د تر لاسه کولو لپاره بيول کېدل.

 د لغمان د ملي امنيت وياند نصرت الله نصرت نن د لړم په ٢يمه په يوې خبري غونډه کې وويل ،   تېره ورځ يې هغه يوويشت تنه ماشومان ، چې عمرونه يې له اوو  څخه  تر دوولسو کلونو پورې و، نيولي دي.

 دى وايي، چې ياد ماشومان د نورستان ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د لغمان پر لار د قاري عثمان له لوري  پاکستان ته د ځانمرګو بريدونو په موخه بيول کېدل.

 ده وويل: (( دا ماشومان د يو کشفي راپور په اساس ونيول شول او لېږدوونکى يې تر پوښتنو   لاندې دى.))

 نوموړى وايي، چې ماشومان يې د نورستان د سولې ولايتي کمېټې ته په رسمي شکل سپارلي دي.

 د نورستان د سولې ولايتي کمېټې غړي ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، په نورستان کې له يوې خوا غربت او له بلې خوا د ښوونځيو نه شتون هغه څه دي ، چې ډېرى ځوانان او ماشومان يې تخريبي اعمالو ته اړ کړي دي.

 دى وايي: (( مکتبونه يواځې په نوم دي،هېڅ هم په کې نشته، نو ماشوم خو خام ذهنه دى څه چې ورته چا وويل هماغه مني.))

 نوموړى وايي، يو شمېر وسله والې کړۍ د ښوونځيو له نه شتون څخه ګټه پورته کوي او له ماشومانو څخه په ځانمرګو بريدونو او نورو وسله والو فعاليتونو کې ګټه اخلي.

دغه ماشومان په داسې مهال پاکستان ته د ځانمرګو بريدونو د زده کړې لپاره لېږدول کېدل، چې د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په هر ولايت کې يې يوه ستره ديني مدرسه په دې موخه جوړه کړې ، چې څوک اړ نه شي نورو هېوادونو ته د ديني زده کړو لپاره لاړ شي.

   تېر کال هم په لغمان  کې امنيتي موظفينو ګڼ شمېر نورستاني ماشومان د ځانمرګو بريدونو روزنې ته د تګ په تور نيولي وو.

 

طالبانو د ملي امنيت دغه ادعا رد کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي ، زرګونه افغانان اوس هم په پاکستان کې مېشت دي او له دې ځايه د شرايطو  دنه برابرتيا له امله خلک خپل اولادونه پاکستان ته دديني زده کړو لپاره ليږي.

هغه زياته کړې چې  حکومت په لوى لاس د ديني زده کړو مخه نيسي.

مجاهد ويلي چې دوى په ځانمرګو بريدونو کې له ماشومانو کار نه اخلي.

 

Related Topics