لښکرګاه ( پژواک ٣ لړم ٩٢ ) : په هلمند ولايت کې چارواکي وايي، چې د ملي اردو او پوليسو په دوو بېلابېلو عملياتو کې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا دلړم په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار وسله والو طالبانو غوښتل، چې په ناد علي ولسوالۍ کې يې پر پوستو بريدونه وکړي.
سرچينې زياته کړې ،چې دوى يې په اړه معلومات ترلاسه کړي وو او کله چې طالبانو د ناد علي ولسوالۍ د شاول د دشتي په سيمه کې بريدونه وکړل، نو د ملي اردو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې لس وسله وال طالبان وژل شوي ، چې جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له وسله والو مخالفينو څخه ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
بلخوا د هملند دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي ، چې په کجکي ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي دي.
د مطبوعاتي دفتر مسوول احمد فواد عسکري پژواک ته وويل، چې دا نښته تېره شپه د کجکي ولسوالۍ د درياب په سيمه کې رامنځته شوې وه.
د سرچينې په وينا، سيمه ييزو پوليسو سره په دې نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ژوبل شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په ناد علي کې ددرېيو بهرنيو سرتېرو او په ګرشک کې ديو شمېر سيمه ييزو پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.