کابل ( پژواک ۴ لړم ۹۲ ) : د ملي امنیت سلاکار سلاکار ډاکټر سپنتا د مشورتي لويې جرګې د جوړولو کمیسیون ته امریکا سره د امنیتي سند په اړه معلومات ورکړل.
د چارو دادارې لخوا د لړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مشورتي جرګې د جوړولو د کمیسیون غونډه نن د پروفیسور صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
سرچینې زیاته کړې چې دې غونډې د ملي امنیت سلاکار په ځانګړې توګه غوښت شوی و، څو د کمیسیون ګډونوالو ته امریکا سره د کیدونکي امنیتي تړون په اړه معلومات ورکړي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د کمیسیون ګډونوالو ته د امنیتي سند په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او ددې سند د پښتو او دري ژبو متنونه یې ولوستل .
د سرچینې د معلوماتو له مخې ډاکټر سپنتا د کمیسیون په غونډه کې په غونډه کې په ډاګه کړه، چې له امریکا سره پر امنیتي سند تړون خبرې روانې دي او په ډیرو برخو یې موافقه شوې ده.
هغه زیاته کړه : (( د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو باید دامنیتي سند متن تر بحث لاندې ونیول شوي او بیا یې په اړه پریکړې وشي.))
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې وروسته د کمیسیون غړو له ډاکټر سپنټا څخه د یاد سند په اړه یو شمیر پوښتنې وکړې، چې دهغه لخوا یې ځوابونه وویل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP