Language

بلخ کې د “بيان شمال” په نامه رسنيز مرکز په کار پيل وکړ

مزارشريف (پژواک ٥ لړم ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د “بيان شمال” په نامه رسنيز مرکز په کار پيل وکړ.

د لړم په ۵مه، د ياد مرکز په پرانيسته غونډه کې د شمال زون د ايساف عمومي قوماندان، د شمال زون د شاهين قول اردو قوماندان، د شمال زون سرحدي قوماندان، د بلخ د ولايتي شورا رييس په ګډون يو شمېر دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د “بيان شمال” رسنيز مرکز مشر عبدالحفيظ مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرکز د شمال زون ايساف له خوا جوړ شوی ، خو د چلولو چارې يې په بشپړه توګه افغانان ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد رسنيز مرکز د تلوېزون، راډيو، وېبپاڼې، چاپ، څېړنې او ارزونې څانګې لري.

د هغه په وينا، په دغه مرکز کې سلو ځوانانو ته، چې ۳۵ يې نجونې دي، د کار زمينه برابره شوې ده.

مجيدي وويل، د دوی موخه د ژورنالېزم د ودې ترڅنګ د افغان ځواکونو د تبليغاتي چارو ترسره کول هم دي، چې هڅه کوي اصلي تصوير په ډاګه کړي.

د شمال زون د ايساف عمومي قوماندان جنرال يورګ ولمر، چې د مرکز په پرانيسته غونډه کې يې برخه اخيستې وه، ګډونوالو ته وويل، د افغانستان مخالفين هڅه کوي د ناوړو تبليغاتو له لارې افغان ځواکونه تخريب کړي.

ده زياته کړه: “افغان ځواکونه پياوړي دي او همدا رسنيز مرکز به د دوی اصلي څېره په ډاګه کوي.”

همداراز د شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې په امنيتي چارو کې رسنيز تبليغات خورا مهم دي.

د هغه په خبره،، دوی همداسې مرکز ته اړتيا لري، چې ملاتړ يې وکړي.

دى وايي، څومره چې دوی وسلې ته اړتيا لري، همدومره رسنيزو تبليغاتو ته اړتيا لري، چې له لارې يې د دښمن د ناوړو تبليغاتو مخنيوی وکړي.

په مزارشريف کې د شمال د خبريالانو ټولنې مشر ګلاب شاه باور هم د ياد رسنيز مرکز د کار پيل، د دغه زون په رسنيز ډګر کې پياوړی ګام وباله.

نوموړي زياته کړه، ښه به وي، د ياد مرکز مسوولين د ژورناليستکي خدمتونو له لارې په دغه زون کې ژورنالېزم ته ژمن پاتې شي.

Related Topics