لښکرګاه (پژواک، ٥ لړم ٩٢) : “تر هغو چې په ولسواليو او ماموريتونو کې د پوليسو قوماندانو او لوړ پوړو کسانو ته مسلکي روزنه ور نه کړل شي د پوليسو روزنه بې پايلې ده.”
دغه څرګندونې په لښکرګاه کې د پوليسو د روزنيز مرکز مشر سمونمل عبدالمحمد ظفرخېل خبريالانو سره د پوليسو د فراغت په مراسموکې وکړې.
نوموړي وويل، څلورکاله مخکې په لښکرګاه کې د پوليسو روزنيز مرکز جوړ شو،زرګونه پوليس په کې وروزل شول ، خو په ولسواليوکې دقوماندانانو او پوستو ترڅنګ د ماموريتونو د مسوولينو د نه مسلکيتوب له امله ستونزې پر خپل ځاى دي.
د ده په خبره، د پوليسو ځينې قوماندانانو ته کلونه وړاندې دندې ورسپارل شوې ، خو سمه او مسلکي روزنه يې نه ده ليدلې، له دې امله يې د پرسونل زده کړه او مسلک هم بې اغېزې دى.
ظفرخېل زياته کړه، نن يې ٢٤٤ تنو پوليسو ته چې سرحدي،ملي او د محافظت عامه پرسونل په کې شامل دى، په روزنيز مرکز کې روزنه تر لاسه کړه او د فراغت اسناد يې ورکړل.
د روزنيز مرکز د مشر په وينا، له لوړپوړو چارواکو سره دې پرېکړې ته رسېدلي ، چې د پوليسو قوماندانانو او لوړپوړو مامورينو ته به مسلکي ورکشاپونه او سيمينارونه جوړوي، ترڅو مسلکي.
ده زياته کړه، که څه هم ستونزې لري، خو په تيرو څوکلونوکې د پوليسو په مسلکيتوب کې د پام وړ بدلون رامنځته شوى او د دوى هڅې لا دوام لري.
د فارغ شويو پوليسو له ډلې محمد حنيف پژواک ته وويل، تر روزنې مخکې يې پوليسي مهارتونه نه و زده ، يو غير مسلکي پوليس و.
ده زياته کړه،اوس د بشري حقونو په برخه کې د زده کړو تر څنګ،جنګي تاکتيکونه،د ماين شنډول او د جرمونو په کشف هم پوهيدلى.
د پوليسو د قوماندانانو د نامسلکيتوب خبره په داسې مهال کيږي، چې امنيتي واک افغان ځواکونو ته سپارل شوى او د دوى همکار بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي.