کابل (پژواک٥ لړم٩٢) : د ولسمشريزو ټاکنو ١٦رد شوي کانديدان، چې نومونه يې په مقدماتي لېست کې نه دي راغلي، سبا د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مشر محمد يوسف نورستاني سره ګوري.
دوى به په دې کتنه کې د هغو عواملو د ډاګيزه کېدو غوښتنه وکړي، چې له مخې يې دوى د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا ولسمشرۍ ته د کانديدۍ پر شرايطو برابر نه دي بلل شوي.
حذف شويو کانديدانو د تېرې پنجشنبې په ورځ د يوې ناستې په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ٤٨ ساعته وخت ورکړ، ترڅو ددوى د رد عوامل په ګوته کړي.
تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون د دارلانشا مشر ضياالحق امرخېل په يوه خبري ناسته کې وويل ، که حذف شوي کانديدان ددوى پر پرېکړې نيوکه ولري، دوى چمتو دي هر يوه کانديد ته د هغه د رد لامل ووايي.
د رد شويو کانديدانو له ډلې څخه داوود سلطان زوى د لړم په ٥مه، پژواک خبرى اژانس ته وويل ، چې نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني، له دوى څخه غوښتي ، چې سبا ورسره په کمېسيون کې وګوري.
هغه زياته کړه ، چې اوسمهال لپاره ددوى غوښتنه دا ده، چې د ردېدو عوامل يې څرګند شي.
د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا مشر تېره ورځ ويلي و، چې د ١٦ حذف شوو کانديدانو له ډلې دوو يې په تابعيت کې ستونزه لرله او پاتې نورو ټاکل شوې اندازه ملاتړي کارتونه نه وو پوره کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د قانون له مخې، د ولسمشرۍ کانديد بايددنوم ليکنې پرمهال يواځې د افغانستان تابعيت ولري او دکانديدۍ لپاره بايد د خپلو سلو زرو ملاتړو کسانو د رايې ورکونې د کارت شمېره او د هغوى د ګوتې نښان کمېسيون ته وړاندې کړي.
امرخېل دا هم ويلي و، چې کمېسيون د خپلو ځېنو تخنيکي ستونزو له امله هغو کانديدانو ته د هغوى دملاتړو په برخه کې ٣٠ سلنه تخفيف هم پام کې نيولى وو او هغه کسان يې هم په لېست کې شامل کړي، چې ٧٠٠٠٠ ملاتړي يې لرل.
د ټاکنو کمېسيون چارواکو ويلي، چې د ټولو کانديدانو اسناد يې په پوره شفافيت او بې طرفۍ ارزولي دي.
دې کمېسيون د تېرې تلې مياشتې په وروستۍ ورځ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو مقدماتي نوملړ د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته واستاوه.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکو ويلي ، چې دوى ته په ټوليز ډول نږدې ٥٠٠ شکايتونه ور رسېدلي ، چې په دې کې حذف شوي کانديدان هم شامل دي، چې د ټاکنو کمېسيون پر پرېکړې يې اعتراض کړى دى.
ددې کمېسيون مرستيالې ريدا عظيمي پژواک ته وويل، چې دوى تېره ورځ د حذف شويو کانديدانو د اعتراضو پر څېړلو پيل کړى دى.
عظيمي نور جزييات ورنکړل.
ټاکل شوې ، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو تر ارزولو وروسته د روانې مياشتې په ٢٥ مه د کانديدانو نهايي نوملړ د ټاکنو کمېسيون ته واستوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو د ٢٧ داوطلبانو له ډلې ١٠ تنه د کانديدۍ په شرايطو برابر وبلل او د هغوى نومونه يې په مقدماتي لېست کې شامل کړل.
د ټاکنيزو شکايتونو تر څېړنې وروسته ښايي په ابتدايي نوملړ کې بدلون راشي، خو د کانديدانو په اړه ددې کمېسيون پرېکړه وروستۍ ده.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦ مه تر سره کيږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن