Language

د سرپل يو شمېر کورنيو له خپلو سيمو د کوچېدو ګواښ وکړ

مزارشريف (پژواک ٦ لړم ٩٢): د سرپل ولايت د مرکز ځينې اوسېدونکي د سيمه ييزو پوليسو د ناسم چلند له امله له خپلو سيمو د کډې کولو ګواښ کوي.

خو امنيتي مسوولين وايي، چې هېڅ کورنۍ له سيمې نه ده بېځايه شوې.

دوی وايي، چې پر دې سيمه لا هم د وسله والو مخالفينو اغېز شته او هڅه کوي، چې د مخالفينو د کړنو مخينوی وکړي.

د دغه ولايت د مرکز د بوغاوي سيمې اوسېدونکي وايي، چې له تېرو څو مياشتو د سيمه ييزو پوليسو د ناسم چلند له امله نږدې ۵۰ کورنۍ بې ځايه شوې او ۱۰۰ نورې کورنۍ د خپلو سيمو د پرېښود تابيا نيسي.

د همدې سيمې اوسېدونکي خواني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيمه ييز پوليس د سيمې اوسېدونکي په ناحقه د وسله والو طالبانو په تور نيسي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی هېڅکله د دولت د مخالفو وسله والو ملاتړ نه دی کړی؛ خو امنيتي چارواکي پرې وخت ناوخت شکونه کوي او له همدې امله يې ربړوي.

د هغه په وينا، څه موده وړاندې د ده زوی او ورور د سيمه ييزو پوليسو له خوا له وسله والو طالبانو سره په ملاتړ کې ښکېل وګڼل شول او بنديان يې کړل.

خواني وويل: ((اوس چې د خپل زوی او ورور د خوشې کېدو لپاره هڅې کوم؛ نو دولتي ادارې راڅخه پيسې غواړي.))

نوموړي زياته کړه، چې د همدغه حالت له امله نږدې پنځوس کورنۍ د سيمې پرېښودو ته اړ شوي او سل نورې هم د سيمې د پرېښود ګواښونه کوي.

د بوغاوي سيمې بل اوسېدونکي محمد دين پژواک ته وويل، سيمه ييز پوليس د دې پر ځای، چې عام ولس له وسله والو طالبانو څخه وساتي، په خپله ورسره د طالبانو په څېر چلند کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د خلکو کورونه بې ځايه تلاشي کوي او د سيمې پر ډېری اوسېدونکو د طالبانو شکونه کوي.

د هغه په وينا، له همدې امله پر سيمو پوليسو د خلکو اعتبار کم شوی دی.

خو د سرپل ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې لا هم پر بوغاوي سيمه د وسله والو طالبانو اغېز پروت دی.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمې پرېښودو ته هېڅ کورنۍ نه ده مجبوره شوې.

نوموړي زياته کړه، په دې سيمه کې د افتخاري په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان اوسېږي، چې لسګونه وسله وال لري.

د هغه په وينا، چې د نوموړي وسله والو وخت ناوخت د شبرغان-سرپل پر لويه لار نا امني جوړوي او بيا په بوغاوي کلي کې پټېږي.

تاج وويل، چې له همدې امله دوی په بوغاوي سيمه کې د شبرغان او سرپل پر لويه لاره امنيتي پوسته جوړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د بوغاوي پر اوسېدونکو وسله وال طالبان د دې ډول څرګندونو فشار راوړي، چې بايد دغه پوسته له لويې لارې څخه لرې کړای شي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې پر ياد کلي د وسله والو طالبانو اغېز له منځه يوسي؛ خو د سيمې اوسېدونکي بايد د دوی ملاتړ وکړي.

Related Topics