مزار شريف ( پژواک ٧ لړم ٩٢ ) : د بلخ والي عطاء محمد نور د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وستايله او لوبغاړي يې جادوګران وبلل.
نور دغه څرګندونې د لړم په ٧مه، مزار شريف کې د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولينو او لوبغاړو په وياړ جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه ، چې د افغانستان کرکټ په لږه موده مخکې ډېر پرمختګ کړى، لاسته راوړنې لري او نړيوالو رسنيو يې هم پرمختګونه ستايلي دي.
نوموړى زياته کړه ، چې نړيوال افغان لوبغاړي جادوګران بولي او دوى رښتيا هم خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو او ٢٠١٥ کال نړيوال جام ته له رسېدلو سره خپله جادوګري وښودله.
نور وويل ، چې د کرکټ لوبغاړي د ملي وحدت او ملي يوالي سمبول دي او خپل هېواد ته يې وياړونه راوړي دي.
د بلخ والي له ملي لوبغاړو وغوښتل ، چې د ٢٠١٥ کال د کرکټ په نړيوال جام کې ښې لاسته راوړنې ولري او د خپل هېواد عزت او درناوى وساتي.
د مزار شريف په هوايي ډګر کې د ولايتي شورا ، ولايت مقام، اولمپيک امريت ، لوبغاړو او يو شمېر مينه والو له خوا د کرکټ د لوبغاړو تود هرکلى وشو.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل ، چې د ولايتي شورا رييس محمد افضل اديب، د اولمپيک امر محمد ابراهيم عثمان او د ولايت مقام استازي يې هرکلي ته راغلي وو.
ده زياته کړه، چې دوى له هوايي ډګر څخه ولايت مقام ته لاړل ، چېرته چې ددوى په وياړ لويه غونډه جوړه شوې وه.
د هوتک په وينا، په دې غونډه کې والي عطاء محمد نور، د ولايتي شورا غړو، د ملي شورا غړي، ځايي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو، د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او د ملي لوبډلې لوبغاړو برخه اخيستې وه.
د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود د افغانستان د کرکټ پر لاسته راوړنو او پرمختګونو رڼا واچوله او ويې ويل، چې دا يواځينۍ لوبـډله ده ،چې په کم وخت کې يې زياتې لاسته راوړنې درلودې.
هغه د بلخ له والي او د بلخ له خلکو مننه وکړه، چې د ملي لوبډلې په وياړ يې دا غونډه جوړه کړه او دوى يې وستايل .
په پاى کې د بلخ د والي له خوا د ملي لوبډلې لوبغاړو ته دوه ميليونه نغدې افغانۍ او يوه يوه قالينچه ورکړل شول.