Language

مزار شريف ( پژواک ١١ لړم ٩٢) : د بلخ نوى امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايي، چې د امنيت ټينګښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او د فساد ورکول يې په کاري لومړيتوبونو کې دي.

پاسوال رحيمي د پاسوال محمد سالم احساس پر ځای د لړم په ١١مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د بلخ ولايت د نوي امنيه قوماندان په توګه پخپله دنده پيل وکړ .

په هغه غونډه کې ، چې نن ( د لړم ۱۱مه ) په مرکز مزار شريف ښار کې جوړه شوې وه ، د کورنيو چارو وزارت د يو شمېر چارواکو په ګډون د بلخ والي او د دغه ولايت يو شمېر نورو مسوولينو پکې ګډون کړى وو.

پاسوال عبدالرحمن رحيمي دمعرفۍ په مراسمو کې وويل، چې بلخ ته په دې خاطر راغلی، تر څو د دغه ولايت خلکو ته خدمت وکړي او په دې ډول خپله ملي او ايماني دنده ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې پولس د خلکو له مرستې پرته اغېزمن نشي تمامېدای، نو له خلکو يې هيله وکړه، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

رحيمي وويل، چې د امنيت ټينګښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او د فساد ورکول يې په کاري لومړيتوبونو کې دي.

هغه همدا راز زياته کړه، چې له بلخيانو سره به د يوه افغان مسلکي پوليس په توګه چلند کوي او ستونزې به يې هواروي.

په همدې حال کې د بلخ د امنيه قوماندانۍ پخواني قوماندان پاسوال محمد سالم احساس هم په خپلو خبرو کې وويل، چې ده په ډېرو ولايتونو کې دنده ترسره کړې، خو په بلخ  کې د دندې ترسره کول ورته نه هېرېدونکي دي.

نوموړي له نوي قوماندان څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو پر وړاندې په رښتيني ډول خپل مسووليت ادا کړي.

د بلخ والي عطا محمد نور ومنله ، چې په بلخ کې هم د فساد او په نورو برخو کې يو لړ ستونزې شته او له نوي امنيه قوماندان څخه يې وغوښتل، چې د دې ستونزو په راکمولو کې جدي هڅې وکړي.

د يادونې  ده، چې د بلخ نوی امنيه قوماندان له دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې  رييس و.

Related Topics