Language

مزارشريف (پژواک ١٢ لړم ۹۲): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو د فعالينو له خوا د سولې راوستو او پراختيا په موخه موسسې په کار پيل وکړ.

 دغه موسسه، چې “د تلپاتې پراختيا لپاره د مدني ټولنو د فعالينو موسسه” په نامه نومول شوې، مسوولين يې وايي، چې ياده موسسه د بلخ ولايت له ۵۰ مدني ټولنو او غړو څخه جوړه شوې ده، چې له بلخ ولايت څخه به د سولې ا و پراختيا په اړه خپلې هڅې پيلوي او ټول هېواد ته به يې غځوي.

د يادې موسسې اجرايوي رييس عظيم رسالت د لړم په ۱۲مه، د دې موسسې په پرانيست غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د سولې او هراړخيزې پراختيا لپاره هڅې کوي.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې د خپلو فعاليتونو په لړ کې د هغو هېوادونو له تجربو څخه ګټه واخلي، چې يوه موده يې د افغانستان په څېر په جګړې کې تېره کړې ده.

د هغه په وينا، د دوی په لومړنيو فعاليتونو کې د سولې لپاره هڅې شاملې دي.

رسالت وويل، دوی په لومړي پړاو کې هڅه کوي، چې عامو خلکو ته د سولې مفهوم او معنا په ګوته کړي او بيا يې د خپلو هڅو برخه وګرځوي.

نوموړي زياته کړه: “موږ درک کړې، چې سوله د خلکو اړتيا ده؛ نو کوشش کوو، چې خلک دې ته چمتو کړو، چې په خپله سولې ته کار وکړي.”

د هغه په وينا، دوی به د ورکشاپونو، سيمينارونو، علمي ناستو او له عامو خلکو سره د اړيکو له لارې د خپلو هڅو لمن پراخوي.

د شمال زون د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشر سيداحمد سامع، چې د يادې موسسې په پرانيست غونډه کې يې وينا کوله، وويل، چې لا هم په افغانستان کې ورته فعاليتونو ته جدي اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه، سوله د خلکو ضرورت دي، که چېرې په سمه توګه عامو خلکو ته د سولې لارې چارې وښودل شي، نو لرې نه ده، چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

Related Topics