مزارشريف (پژواک ١٢ لړم ٩٢): په سرپل ولايت کې د يوه راکټي بريد له امله د ټاکنو د سيمه ييز دفتر دوه کار کوونکي او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام د سرپل د مرکز اړوند د بوغاوي ازبکيه په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو د دفتر کار کوونکي په ياده سيمه کې د رايو د کارتونو تر وېش وروسته بېرته روان وو، چې پر موټر يې راکټي بريد وشو.
د تاج په وينا، په دغه بريد کې د ټاکنو د سيمه ييز دفتر دوه کار کوونکي او درې پوليس ټپيان او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
په سرپل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوول حاجي عبدالرحمن د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې په ټپيانو کې يوه ښځينه کار کوونکې هم ده.
هغه زياته کړه، چې دغه ښځينه کارمنده د ملا په برخه کې ټپي شوې او د بل کار کوونکي پښه په دريو برخو کې ماته شوې ده.
نوموړى وايي، چې ټپي شوى کار کوونکى د بوغاوي محل د کارتونو د وېش مسوول و.
طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په سرپل کې يې د پوليسو پر يوه موټر بريد کړى او پنځو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.