Language

په لومړي ځل  په تګاب  کې د رايو د کارتونو د وېش لړۍ پيل شوه

محمود راقي ( پژواک ١٢ لړم ٩٢ ) : د لومړي ځل لپاره د کاپيسا په نا امنې ولسوالۍ تګاب  کې د رايو د کارتونو د وېش لړۍ پيل شوه.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين صافي د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون د رايو د ورکولو يوې ډلې  په تګاب ولسوالۍ کې د کارتونو د ورکولو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زياته کړه ، چې دغې ډلې د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو او کليو کې فعاليت پيل کړى او پرون په لومړۍ ورځ تر دوه نيم زرو ډېرو کسانو د رايو کارتونه اخيستي دي.

دى وايي، چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې وې او دوى د خلکو د اسانتيا لپاره په کليو کې محلونه پرانېستل.

والي وويل، چې دغه سيارې ډلې به د روانې اونۍ تر وروستيو په دې ولسوالۍ کې فعاليت وکړي.

د تګاب د احمدزيو دشينکي کلي يو تن اوسېدونکي شفيع الله ، چې نن يې د رايو کارت اخيستى و، پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا د نا امنيو له وېرې دوى د ولسوالۍ مرکز ته نه شو اى  تللى.

هغه خوښي څرګنده کړه، چې د دوى  په کلي کې د رايو د کارتونو اخيستلو يو محل پرانېستل شوى دى.