Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 کندهار (پژواک، ١٣ لړم ٩٢): د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې نوى ماسټر پلان پلى کېږي، چې په کې سړکونه، د استوګنې سيمې، سوداګريزې، تعليمي، تفريحي، ورزشي او د ژوندې نورې اسانتياوې شاملې دي.

 په دې اړه د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د سکتوري ادارو له رييسانو سره په ګډه، دغې ولسوالۍ ته سفر کړى او هلته يې د قومي مشرانو په يوه غونډه کې ګډون وکړ.

 په پيل کې د کندهار د ښار جوړونې رييس انجنير محمد حنيف، خلکو ته د سپين بولدک ولسوالۍ نوى ماسټر پلان تشريح کړ او ويې ويل، چې دغې ولسوالۍ ته د لومړي ځل لپاره په ١٣٥٤لمريز کال کې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال ماسټر پلان جوړ شوى و، چې د ٥زره نفوسو لپاره و.

 هغه زياته کړه، نوى جوړ شوى ماسټر پلان د راتلونکو ٤٠ کلونو لپاره د ٥٠٠زره نفوسو لپاره جوړ شوى، چې سروې يې دوه کاله وړاندې شوې وه.

 د نوموړي په وينا، نوى ماسټر پلان ٣٠زره کيلومتره ساحه په بر کې نيسي، چې اوږدوالى يې ١٤ کيلومتره او سور يې ٧ کيلومتره دى.

 دى وايي، په نوي جوړ شوي ماسټر پلان کې د استوګنې سيمې، سوداګريزې، اداري، تعليمي، تفريحي، ورزشي او يو لړ نورې ساحې شاملې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به يې د پلي کېدو کار پيل شي.

 د سپين بولدک ولسوالۍ ګڼو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د دغې ولسوالۍ لپاره د نوي ماسټر پلان جوړېدل يو پرمختګ وګاڼه، خو د دغه پلان د ژر پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.

 د سپين بولدک يوه قومي مشر حاجي عبدالرزاق وويل، دا چې دغه ولسوالۍ پر ډيورنډ کرښه پرته ده او تجارت په کې ډېره وده کړې ده، ملي سوداګر کولاى شي د نوي ماسټر پلان په پلي کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

 خو هغه په دغې ولسوالۍ کې د سړکونو او د نجونو د يوه ښوونځي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

 هغه وويل، په سپين بولدک ولسوالۍ کې تراوسه پورې د نجونو ښوونځى نشته او هغوى په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

 د سپين بولدک يوه بل قومي مشر او د ولايتي شورا غړي حاجي فدامحمد خان هم د دغې ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د نوي ماسټر پلان له پلي کېدو سره مرسته وکړي او پر وړاندې يې ستونزې جوړې نه کړي.

 هغه وويل، د ماسټر پلان د پلي کېدو پر مهال شونې ده، چې د ځينو خلکو د استوګنې په سيمو او تجارتي ساحو کې سړکونه ووځي او يا يو څه برخه له منځه لاړه شي، په کار ده خلک په دې اړه غبرګونه و نه ښيي، بلکې د دغې ولسوالۍ د ښه والي په خاطر مرسته وکړي.

 د سپين بولدک ښاروال وويل، چې دغه ولسوالۍ ١٨٦ کيلومتره مربع مساحت لري، ٢٥٥ لوى او واړه کلي لري او له ډيورنډ کرښې سره ١٢٠ کيلومتره ګډه پوله لري.

 هغه زياته کړه، لا هم په دې ولسوالۍ کې تر اوسه پورې خلک عيدګاه، تفريحي ساحه، عامه تشنابونه او نورې اسانتياوې نه لري، چې په نوي ماسټر پلان کې ورته ځاى ورکړل شوى دى.

 د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق هم له خلکو وغوښتل، چې له حکومت سره همکاري وکړي او د نوي ماسټر پلان پلي کېدو ته لاره هواره کړي.

 هغه وويل، د سپين بولدک ښاروالي چې کومې پيسې د ټکس له لارې ترلاسه کوي، هغه ټولې به د ماسـټر پلان په پلي کېدو کې مصرفېږي او د خلکو لپاره به ورباندې سړکونه، د پاکو اوبو سيسټم او نور جوړېږي.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم وويل، چې د ياد پلان د عملي کېدو وروسته به د سپين بولدک د سوداګرو او دوکانونو څخه ټولې شوې پيسې کندهار ښاروالۍ ته نه تحويلېږي، بلکې په همدې ولسوالۍ کې به د بيارغونې کارونه پرې کېږي.

 هغه زياته کړه، په دغې ولسوالۍ کې به نه يواځې د پنځو مېګاواټو په اندازه برېښنا چمتو کېږي، بلکې هغو ځمکو ته به قبالې هم ورکړل شي، چې له ډېره وخت ورته نه دي ورکړل شوي.

 د يادونې وړ ده، چې د سپين بولدک تر څنګ د کندهار ښار ماسټر پلان هم د ١٧ کيلومتره په اندازه له باغ پل سيمې څخه بيا تر ښورندام سيمې پورې د يو ميليون او نهه سوه زره اوسېدونکو لپاره چمتو شوى، خو کار يې يواځې د ولسمشر لاسليک ته پاتې دى.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.