Language

ډنمارک له افغانستان سره ٥٠٠ ميليونه ډالره مرسته کوي

لښكرګاه (پژواك ۱۴ لړم ۹۲): د ډنمارك هېواد د پراختيايي چارو وزير وايي، چې تر ۲۰۱۴ كال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركوي.

كرستيا فريس باچ (Christian friis bach ) د لړم په ۱۳مه په لښكرګاه كې د ولايتي بيارغوني (پي ار ټي ) په مرکز كې د هلمند له والي سره د ليدنې پر مهال په خپلو خبرو كې وويل، هېواد به يې د پنځو كلونو لپاره هر كال له افغانستان سره سل ميليونه ډالره مرسته كوي.

د ده په خبره، د يادو مرستو ډېره برخه به يې په هلمند كې لګول كېږي، چې تمركز به يې د كرنې، پوهنې، د ښځو د حقونو او د افغان سرتېرو پر روزلو او تجهيز وي.

کرستيا زياته كړه، ډنمارك د خپلو مرستو يوه اندازه  په هلمند كې د پرمختګ په موخه لګوي او د يادو برخو تر څنګ به د ولايتي ادارې په ملاټر او سيمه ييزې حكومتوالۍ په پياوړتيا ولګوي.

نوموړي هلمند ته د خپل سفر موخه د حالاتو د ارزونې تر څنګ د خپل هېواد له خوا له وړاندې د لګول شوې مرستې جاج اخيستل وبلل او زياته يې کړه، چې اوسمهال په دې سيمه كې امنيت ښه شوى او د افغان ځواكونو مورال يې پيا وړى وباله.

 د ډنمارك د پرمختيايي چارو وزير وويل، اوسمهال په هلمند كې د كرنيزو محصولاتو كچه لوړه شوې او دوى غواړي تر دې وروسته د كروندګرو محصولاتو ته د بازار موندنې لارې چارې برابرې كړي تر څود هېواد نورو ولايتونو تر څنګ د هلمند توليدات نړيوال بازارته لاره پيدا كړي.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د ډنمارك هېواد له مرستو مننه وكړه او ويې ويل چې د ډنمارك هېواد مرستې پر بنسټيزو پروژو لګول شوې دي.

 نوموړي د پوهنې په برخه كې له شوو مرستو يادونه وكړه.

والي له ياد بهرني چارواكي غوښتنه وكړه، چې د خپل هېواد له خوا په ترسره كېدونكو مرستو كې ډېره پاملرنه د كرنې د سيستم پياوړتيا ته ځانګړې كړې تر څو له دې لارې د خلكو اقتصاد په پښو ودرېږي.

نوموړي د ډنمارك د پرمختيايي چارو وزير ته ډاډ وركړ، چې مرسته شوې پيسې به يې په سمه توګه ولګول شي.

 د يادولو ده چې د ډنمارك ٧٥٠ سرتېرو د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ايساف په چوكاټ كې دنده ترسره كوله چې اوسمهال يې يو شمېر سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

Related Topics