ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د کتابونو نندارتون پرانېستل شو

هرات( پژواک،١٥ لړم٩٢): د هرات ولايت په مرکز کې د اطلاعاتو او کولتور رياست په نوښت  د کتابونو پنځلس ورځنى نندارتون پرانېستل شو.

د هرات د اطلاعاتو او کولتور ريیس اریارووفیان د لړم په ١٥مه د ياد نندارتون د پرانېستلو پرمهال وويل، چې له دغه کاره یې موخه د کتاب مینه والو ته د کتاب په موندنه کې اسانتیا او په ټولیز  ډول د کتاب د لوستلو دود عامول دي.

دده په وينا، د کتابونو دغه نندارتون د هرات د فرهنګ اوناشرانو د ټولنې په مرسته جوړ شوی دی.

 د یادې ټولنې یوه غړي  محمد عمر شهاب  پژواک ته وویل، نندارتون له ۲۸ غرفو څخه تشکیل شوی ، چې  د بېلابېلو سرلیکونو زرګونه کتابونه نندارې ته پکې ایښي دي.

هغه وویل، نندارتون به یې د پنځلس ورځو لپاره د کتونکو او پیرودونکو پر مخ پرانېستی وي.

د هرات د الغیاث پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو د درېیم ټولګي محصل محمدرفیع دولتي،وویل : «مادلته ډیر داسې کتابونه ولیدل چې د مینه والو په ځانګړي ډول د محصلینو لپاره ښاري کتاب پلورنځيو کې کم او یاله سره نشته،  دادی ماخپله د حقوقي مسایلو يو کتاب دلته په پيسو واخيست ، چې ښار کې مې نه و موندلی.»

 هرات کې پخواهم د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي و، خو اوسني مسولین دغه نندارتون ترټولو لوی بولي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.