هرات( پژواک،١٥ لړم٩٢): د هرات ولايت په مرکز کې د اطلاعاتو او کولتور رياست په نوښت د کتابونو پنځلس ورځنى نندارتون پرانېستل شو.
د هرات د اطلاعاتو او کولتور ريیس اریارووفیان د لړم په ١٥مه د ياد نندارتون د پرانېستلو پرمهال وويل، چې له دغه کاره یې موخه د کتاب مینه والو ته د کتاب په موندنه کې اسانتیا او په ټولیز ډول د کتاب د لوستلو دود عامول دي.
دده په وينا، د کتابونو دغه نندارتون د هرات د فرهنګ اوناشرانو د ټولنې په مرسته جوړ شوی دی.
د یادې ټولنې یوه غړي محمد عمر شهاب پژواک ته وویل، نندارتون له ۲۸ غرفو څخه تشکیل شوی ، چې د بېلابېلو سرلیکونو زرګونه کتابونه نندارې ته پکې ایښي دي.
هغه وویل، نندارتون به یې د پنځلس ورځو لپاره د کتونکو او پیرودونکو پر مخ پرانېستی وي.
د هرات د الغیاث پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو د درېیم ټولګي محصل محمدرفیع دولتي،وویل : «مادلته ډیر داسې کتابونه ولیدل چې د مینه والو په ځانګړي ډول د محصلینو لپاره ښاري کتاب پلورنځيو کې کم او یاله سره نشته، دادی ماخپله د حقوقي مسایلو يو کتاب دلته په پيسو واخيست ، چې ښار کې مې نه و موندلی.»
هرات کې پخواهم د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي و، خو اوسني مسولین دغه نندارتون ترټولو لوی بولي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن