Language

هلمند کې د ښځينه کارمندانو دكمښت له امله د ښځو د نوم ليكنې کچه ټيټه ده

لښكرګاه (پژواك ۱۶ لړم ۹۲) : د هلمند د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې دښځينه كاركوونكو دكمښت له امله د ښځو د نوم ليكنې کچه ډېره ټيټه ده.

ددې ولايت د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مشر قدرت الله نقشبندي د تلې په  ۱۶ مه پژواك خبري اژانس ته وويل ، چې كه  څه هم  تردې مهاله د نوم ليكنې په پروسه كې له كومې امنيتي ستونزې سره نه دي مخ شوي، خو زياتوي ، چې په دې پروسه کې د ښځو شمېره ډېره کمه ده.

هغه زياته کړه ، چې تردې مهاله په دغه ولايت کې د۷۰ زرو په شاوخواكې كسانو نوم ليكنه كړې  ، چې يواځې ۴۵۰۰ تنه پكې مېرمنې او پاتې  نور يې نارينه دي.

نقشبندي وايي، چې دوى د مركز په ګډون  په ۱۱ ولسواليوكې د رايې مركزونه  لري ، چې د نارينه او ښځينه وو لپاره پکې كارتونه وېشل کېږي، خو په ځانګړې توګه ښځينه  پرسونل يواځې په لښكرګاه  او ګرشك ولسوالۍ كې لري.

د نوموړي په وينا، په دې برخه كې د امنيت تر څنګ  كولتوري ستونزې هم شته ، چې د ښځينه  پرسونل په موندلو ونه  توانيدل ، چې ولسواليوكې د ښځيو لپاره مركزونه ځانګړي كړي.

ده زياته كړه ، چې د پوهنې رياست په ګډون د ښځو چارو له رياست څخه يې غوښتنه كړې وه، چې د ښو معاشونو په بدل كې ورته ښځينه مامورينې ور وپېژني ، خو په دې  كار كې بريالي نه  شول.

د هلمند د ټاكنو كمېسيون مشر زياته کړ، چې كه څه هم دوى تردې مهاله له هېڅ امنيتي ستونزې  سره نه دي مخ شوي او امنيتي ځواكونو يې په ټولو ولسواليو او مركز كې ښه امنيت خوندي كړى، خو بيا هم ځايي كولتور او امنيتي ګواښونه ددې لامل شوي ، چې ښځينه وو له دوى سره په دې ملي پروسه كې برخه وا نخيستله .

هغه زياتوي ، چې كه په ولسواليو او مركز كې د ښځينو د مركزونو په پرانيستلو توانيدلي واى ،  نو په نوم ليكنه كې به دښځو شمېر هم د نارينه وو په پرتله يو شان او يا په لږ توپير سره واى.

د نقشبندي په وينا، دوى د خپلې ادارې لخوا په دې برخه كې هر ډول امكانات او پلانونه درلودل، چې په ولسواليو او مركز كې د ښځينه وو لپاره  اسانتياوې برابرې كړي ، خو ونه  توانېدل.

نوموړي په خپلو خبرو كې دا هم وويل، چې په ځينو لرې ولسواليو کې اوس هم يو شمېر ښځو په دې پروسه كې ګډون كړى، چې نوموړي دخانشين له سرحدي ولسوالۍ څخه يادونه وكړه.

ده زياته كړه، چې په ولسواليو كې درې ورځې وروسته د رايې وركولو مركزونه تړل كيږي او په مركز كې به د روان لمريزكال تر پايه  د ښځو او نارينه وو لپاره دوه مركزونه  فعال وي .

د نقشبندي په وينا، هغه كسان چې په ولسواليو كې له  كارت اخيستنې څخه پاتې شوي  په مركز كې كولى شي كارتونه واخلي.

نوموړي هغه ګنكوسې ، چې ګواكې دټاكنو خپلواك كمېسيون دفتر په لوى لاس په ولسواليوكې  د ښځو مركزونه ، نه دي خلاص كړي ، رد او زياته يې کړه ، چې دا د دوى دنده او په هرو امكاناتو كه  واى دغه ستونزه به يې حل كړې واى.

د ناوې ولسوالۍ يو تن اوسېدونكې ګلالۍ پژواك اژانس ته وويل، دغه كار چې په ولسوالۍكې د ښځو لپاره مركزونه ، نه دي جوړ شوي ددې ولايت د خلكو حقونه تر پښو لاندې شوي.

هغې زياته کړه ، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون دې له نورو ولايتونو څخه  استثنا په هلمندكې په دې برخه كې خپل فعاليتونه دوامداره كړي او په ولسواليو كې دې ځانګړي مركزونه جوړ كړي.

د ولايتي شورا پخوا نۍ غړې او اوسنۍ کانديدې راضيه بلوڅ وويل ، چې د ولسواليو د ښځو حق په يو نه يو ډول خوړل كيږي.

د نوموړې په وينا، كله يې نارينه  نه  پريږدي، چې مركزونو ته ولاړې شي او كله بيا د همدې ادارو له خوا ورته  اسانتياوې نه  برابريږي.

د يادولو ده ، چې په هلمندكې د ولايتي شورا ۱۵ څوكيو ته ۱۰۱ تن کانديدانو نومونه ثبت كړي وو، چې د دوه په ايستلو سره  د لس ښځو په ګډون  ۹۹  تنه کانديدان پاتې  دي.