Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې زرګونه کورونه د امو سيند د اوبو له ګواښه خوندي شول

کندوز (پژواک ١٨ لړم ٩٢): د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د يوې تحکيماتي پروژې پر بنسټ، زرګونه کورونه او لسګونه زره کرنيزه ځمکه، د امو سيند د اوبو له پورته کېدو وژغورل شوه.

 په کندوز ولايت کې د امو حوزې، د اوبو د تنظيم چارو مشر انجنير محمد نوابي وويل، دغه پروژه د اوبو د يوه کانال کيندنه تشکيلوي، چې په تېرو څلور مياشتو کې بشپړه او اوسمهال ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد کانال پنځه کيلومتره اوږدوالى، ٤٠ متره پلنوالى او له درېيو تر شپږ کيلومترو پورې ژوروالى لري او له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د ٥٦ ميليون افغانيو په مرسته، جوړ شوى دى.

 نوابي زياته کړه، په تېره موده کې د امام صاحب د خلکو ٣٠ زره کرنيزه ځمکه، چې د امو سيند په څنډو کې پرته ده، تر اوبو لاندې وه، خو د ياد کانال په رغېدو سره به دغه ځمکه يو ځل بيا د کرنې جوګه او خلکو ته به يې خپل ملکيتونه ور وسپارل شي.

 د کندوز د ولايتي شورا غړي محمد يوسف ايوبي وويل، چې د دغه کانال په جوړولو سره به په قراول، بته کشان، برزنګي او شالبافي سيمو کې شاوخوا درې زره کورونه د اوبو له خطر څخه خوندي شي.

 د ولايتي شورا ياد غړي وويل، چې تېر کال د کرنې، کليواو پراختيا او د اوبو او برېښنا وزيران، له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې عمومي مشر او په ولسي جرګه د دغه ولايت د خلکو د استازيو په ګډون له دغې سيمې ليدنه وکړه ، د خلکو ستونزې يې وڅېړلې او له هغه وروسته د سيند د څنډو د رغولو کارونه پيل شول.

 د ولايتي شورا ياد غړي له دولت څخه وغوښتل، تر څو هغه ځمکې بېرته له شرعي قبالې سره يو ځاى خپلو څښتنانو ته وسپاري، چې اوسمهال د سېلاب له سيمو په کرنيزو ځمکو بدلې شوې دي.

 د امو سيند د غاړواوسېدونکي، د دغې سيند د بڼې له بدلېدو هرکلى کوي، خو له اړونده چارواکو د استنادي ديوال د جوړولو غوښتنه هم کوي.

 د قراول تپې کلي يوه اوسېدونکي شاه محمود پهلوان وايي، چې يواځې د سيند لور د لوډرو او سکواټرو په وسيله بدلون موندلى او په تحکمياتي ډول نه دى جوړ شوى.

 هغه زياته کړه، چې هر کال يادو سيمو ته د غويي او غبرګولي په مياشتو کې سېلاب پورته کېږي او که په راتلونکي کې  اوبه پورته شي، نو دغه ځايونه به يو ځل بيا له منځه ولاړ شي.

 پهلوان زياته کړه، دولت بايد د حلقه کول وياله، چې سيمې ته د اوبو سرچينه جوړونکې ده جوړه کړي، تر څو په راتلونکو کلونو کې د دغې سيمې خلک يې د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي.

   د کندوز ولايت چارواکي وايي، چې د امو سيند د ويجاړېدو لړۍ له ١٣٨٣ لمريز کال راهيسې روانه ده، چې تر دې دمه د سلګونو کورونو له ويجاړېدو پرته يې ٧٠ زره جريبه کرنيزه ځمکه هم لاندې کړې ده.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.