ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د لسو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

پکتيکا کې د لسو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
10 Nov 2013 - 10:41
پکتيکا کې د لسو وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
10 Nov 2013 - 10:41

ښرنه_هرات (پژواک ١٩ لړم ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيکا په ګومل په سرحدي ولسوالۍ کې لس وسله وال وژل شوي او بلخوا د هرات په ښار کې د پټو بريدونو په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګومل ولسوالۍ ملي او سرحدي پوليسو د زمين توی په سيمه د يوه ګډ کمين په ترڅ کې لس  وسله وال مخالفين وژلي دي.

نوموړى زياتوي، دغه کمين تېره ورځ د وسله والو يوې لس کسيزې ډلې ته نيول شوى و، چې غوښتل يې له ډيورنډ کرښې د افغانستان خاورې ته را واوړي او وسله وال بريدونه وکړي.

د افغان په خبره، په وژل شويو کې د رحماني په نوم د واڼه د طالبانو د کميسيون مشر هم شامل دي.

 د ده په خبره، له يادې ډلې وسلې او مهمات او يو عراده پيکپ موټر پوليسو ته په لاس ورغلي دي.

افغان زياته کړه، چې په ياده نښته کې دوه پوله ساتي پوليس هم ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه يې په ښار کې هغه دوه کسه نيولي، چې ورانکاره کړنې يې ترسره کولې.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، دغو کسانو څو ورځې مخکې يې د يوې سيمه ييزې راډيو يو ساتونکى وژلى و.

احمدي زياتوي، چې له دغو کسانو سره يې يو ميل بې غږه تومانچه هم نيولې ده.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.