ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: حکومتي غړي به په ټاکنو کې د لاسوهنې په صورت کې له دندو لرې شي

ولسمشر کرزى: حکومتي غړي به په ټاکنو کې د لاسوهنې په صورت کې له دندو لرې شي

author avatar
16 Nov 2013 - 16:10
ولسمشر کرزى: حکومتي غړي به په ټاکنو کې د لاسوهنې په صورت کې له دندو لرې شي
author avatar
16 Nov 2013 - 16:10

کابل (پژواک ٢٥ لړم٩٢): ولسمشر کرزي په راتلونکو ټاکنو کې د حکومتي او بهرنۍ لاسوهنو پر مخنيوي ټينګار وکړ او ويې ويل، که چېرته د حکومت غړي له حکومتي وسايلو او امکاناتو په ټاکنو کې ګټه واخلي، نو له دندو به يې لرې کړي.

ولسمشر کرزي نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، طبيعي خبره ده، چې د ولسمشرۍ له کانديدانو هر يو يې په دولت کې دوستان او پلويان لري او له دغو پلويانو به يې ځينې هڅې هم وکړي.

هغه زياته کړه، تر کومه چې دا هڅې له حکومتي وسايلو او امکاناتو نه وي، نو کولى شي، خو کله چې له حکومتي وسايلو او امکاناتو کار اخلي، نو په هغه صورت کې به يې مخه ونيول شي.

ولسمشر وويل: ((تېره اونۍ مې د دواړو کمېسيونونو له غړو سره ناسته درلوده، په ښکاره ټکو مې دوى ته وويل، چې که چېرته کوم حکومتي چارواکى ګورئ، يا هم موثق معلومات  ترلاسه کوئ، چې په ټاکنو کې د حکومتي وسايلو پر مټ لاسوهنه کوي، يا له ځواک، وسايلو او موقف څخه کار اخلي، دوى کولى شي چې له ما نه په ټوله مانا د هغوى د برطرفۍ غوښتنه وکړي.))

حامد کرزي زياته کړه: ((د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د شکايتونو کمېسيون دا ډول بشپړ اختيار لري، هيله من يم، چې کمېسيونونه به د دا ډول نيمګړتياوو پر مهال له خپل دغه اختيار نه په بشپړ صلاحيت او جرئت کار واخلي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ګواښ کړى و، که چېرته حکومتي چارواکي په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، نو څېرې به يې خلکو ته په ډاګه کړي.

د ټاکنو خپلواک  کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياءالحق امرخېل په کابل کې  د يوې خبرې غونډې پر مهال ويلي وو: ((موږ تصميم نيولى، چې هېڅ يوه دولتي چارواکي ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې ټاکنې د خپل ځان په ګټه، يا پر خلاف او يا هم د يوه مشخص  کانديد په ګټه وکاروي، دا ځل به يې کمېسيون پر وړاندې غلى  پاتې نه شي، د هغوى څېرې او نومونه به هم خلکو ته په ډاګه کړي.

ده په خپله خبري غونډه کې له کانديدانو وغوښتل، چې له مشروع لارو دې کمپاين وکړي، د کمېسيون پر کار کوونکو دې فشار نه راوړي، چې د دوى په ګټه کار وکړي، که چېرې داسې يو کار وشي، نو کمېسيون به يې پر  وړاندې جدي چلند وکړي.

ولسمشر کرزي په نننۍ خبري غونډه کې يو ځل بيا پر ټاکلي وخت د ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ  او ويې ويل، ټاکنې دې داسې ترسره شي، چې نه دې حکومت او نه هم د بهرنيانو لاسوهنه په کې وي.

 ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

ولسمشر کرزي زياته کړه، چې بهرنۍ لاسوهنه بايد هېره نه شي، ځکه چې د بهرنۍ لاسوهنې په تېرو ټاکنو کې افغانستان ته زيات زيان رسولى، په ټاکنو کې بايد د بهرنيانو او حکومت د لاسوهنې مخنيوى وشي.

ده ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ورور يې قيوم کرزي د ده په سلا ځان کانديد کړى که څنګه ؟ وويل:((قيوم کرزي خپله پرېکړه کړې، چې په ټاکنو کې نوماند شي، زما مشوره دا وه، چې زه دا لازمه نه ګڼم چې ټاکنو ته ودرېږي.))

خو ولسمشر کرزي زياته کړه، چې قيوم کرزى د هېواد د يوه اوسېدونکي په توګه د دې اختيار لري، چې د اساسي قانون له ورکړي حق څخه استفاده وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.