Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ښوونځي مخې ته چاودنې درې زده کوونکي ټپيان کړل

ښرنه ( پژواک ٢٦ لړم ٩٢ ) : د پکتيکا د  مټاخان ولسوالۍ ديوه ښوونځي مخې ته چاودنې درې زده کوونکي ټپيان کړي دي.

د پکتيکا د والي وياندمخلص افغان د لړم په ۲۶مه ،پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه ، نن غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په بازارکې د يوې لېسې مخې ته په يوه دوکان کې وشوه.

هغه زياته کړه چې ، چاودنه د لېسې درخصتۍ پر مهال وشوه، چې له امله يې درې تنه زده کوونکي ټپيان شول.

دافغان په خبره، د ټپي زده کوونکو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري،چې اوس مهال تر درملنې لاندي دي.

دوالي ویاند دغه چاودنه دپوهنې د دښمنانو کار وباله.

د وسله والو طالبانوو وياند ذبيح الله مجاهد د چاودنې مسووليت منلى او دعوه کوي چې په چاودنه کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهدادعا کوي چې زده کوونکي له چاودنې وروسته د پوليسو په ډزو ټپيان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.