ښرنه( پژواک،٢٧ لړم ٩٢):د پکتيکا چارواکي وايي، چې په خېرکوټ ولسوالۍ کې چاودنې اووه ماشومان وژلي او درې ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د لړم په ۲۷ مه،پژواک اژانس ته وويل، نن ماسپښين د۳ بجو په شاوخواکې د خېرکوټ ولسوالۍ د ملېزيو په سيمه کې پر ماشومانو د لوبو کولو پر مهال خښ شوی ماين چاودېدلی.
نوموړی وايي، په چاودنه کې اوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
افغان زياتوي، د ځينو ماشومانو ټپونه ژور دي، کېدای شي د وژل شويو شمېر نور هم لوړشي.
د والي وياند دغه پېښه وغندله او دا يې د هېواد او سولې دښمنانو کار وباله.
د يادې پېښې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
له بلې خوا، ولسمشر حامد کرزي دا پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د دغې غير انساني او ناځوانمرانه کړنې د غندنې ترڅنګ ويلي، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو وژل، نه بښونکى جنايت دى او په هېڅ دين او قانوني کې توجيه نه لري.
ده زياته کړې: “د افغانستان خلک به د طالبانو نه بښونکي جنايات هېڅکله له ياده ونه باسي او هغوى به د خپلو کړنو په اړه د افغانستان خلکو ته ځواب ويونکي وي.”
نوموړي د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندي کړي او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله ښودلې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن