جلال اباد (پژواک،٢٧ لړم٩٢): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي،چې په تورخم ښارګوټي کې د فساد او ګډوډيو يواځينى لامل په دغه ښارګوټي کې د يوه مسوول تن نه شتون دى.
مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د لړم په ٢٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل ،چې تورخم د مومندرې ولسوالۍ اړوند سيمه ده او په دغه سرحدي ښارګوټي کې بايد يو مکلف شخص مشري وکړي، تر څو له ټولو ادارو څخه څارنه وکړي.
هغه زياته کړه : (( تورخم د مومندرې ولسوالۍ برخه ده او د مومندرې ولسوالۍ مشران بايد دلته مشري وکړي، هر څوک چې دلته اوسيږي، بايد د ولسوالۍ د مشرانو تر چتر لاندې اوسي.))
امنيه قوماندان وايي،د مومندرې ولسوال او امنيه قوماندان مکلف دي ،چې له دغه ښارګوټي څخه څارنه وکړي.
نوموړي دا هم وويل ،چې په دغه ښارګوټي کې به ډېر ژر استخباراتي، جنايي او يو شمير نورې ادارې فعاله کړي.
شېرزاد زياتوي ،چې يوه امنيتي حوزه، د ترافيکو مديريت او د اطفايي يو مديريت به ډېر ژر فعاله شي.
د ننګرهار امنيه قوماندان دا هم وويل، چې د تورخم –جلال اباد د لويي لارې په اوږدو کې يو شمېر امنيتي ستونزې وې، خو د دوى وروستيو عملياتو د دغې لارې امنيت يو څه خوندي کړى دى.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې يې عمليات کړي ،چې له لسو زيات وسله وال يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
امنيه قوماندان وايي ،چې يو شمېر ګاونډي هېوادونه ،نه غواړي چې افغانستان دې باامنه شي، او په ځينو ګاونډيو هېوادونو کې د هېواد د ناامنۍ په خاطر پلانونه طرحه کيږي ،خو دوى به يې مخنيوى کوي.
شېرزاد د کوم هېواد نوم وانخيست ،خو ويې ويل چې ګاونډي هېوادونه ورانکاره اشخاص روزي او دلته يې راليږي ،خو په مخنيوي کې يې دوى جدي ګامونه پورته کړي او لا به هم جريان ولري.
نوموړي وويل: (( په دې وروستيو کې موږ ډېره ښه همغږي رامنځته کړې او له نيکه مرغه ډېره ښه نتيجه يې ورکړې ده.))
مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي ، چې د همغږۍ له امله د تېرو دوو مياشتو راهيسې هېڅ کومې امنيتي ادارې په خپلسر عمليات نه دي کړي.
شېرزاد وويل ، چې د امنيتي ادارو دفاعي حالت تر ټولو بد حالت کې دى او وروسته له دې به د ننګرهار ټول امنيتي کارکوونکي په تعرضي حالت کې وي.
ده زياته کړه: (( وروسته له دې به تاسې وانه ورئ چې موږ ته وسله والو کمين نيولى ، نور به موږ کمينونه نيسو.))
د يادونې ده ، چې څو ورځې مخکې د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال له تورخم ښارګوټي څخه دليدنې پر مهال په دې سيمه کې د پراخه فساد او ستونزو شتون منلى و.