ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډيمپسي : د افغانستان د اوږود مهاله مرستو لپاره دامريکا حضور اړين دى

ډيمپسي : د افغانستان د اوږود مهاله مرستو لپاره دامريکا حضور اړين دى

author avatar
19 Nov 2013 - 13:04
ډيمپسي : د افغانستان د اوږود مهاله مرستو لپاره دامريکا حضور اړين دى
author avatar
19 Nov 2013 - 13:04

واشنګټن ( پژواک ٢٨ لړم ٩٢ ) : د امريکا لوى درستيز وايي، چې له افغانستان سره داوږد مهاله امنيتي او اقتصاد مرستو لپاره اړينه ده، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته په دغه هېواد کې نړيوال ځواکونه پاتې شي.

د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې له خوا په يوه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

هغه زياته کړې ، چې افغانستان امريکايي او نورو نړيوالو سرتېرو ته اړتيا لري او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدل ددې ضمانت  دى ، چې له افغانستان سره ژمنه شوې مرستې دوامداره پاتې شي.

د امريکا لوى درستيز ويلي، په اوسنيو امنيتي حالاتو کې که چېرې افغانستان سره امريکا هر کال د ٦ ميلياردو ډالرو مرسته ونه کړي، نو د  دغه هېواد د امنيتي ځواکونو بقا ناممکنه ده.

ډيمپسي زياته کړې : (( تر ٢٠١٤ کال وروسته که د افغانستان په ټولو سيمو کې امريکايي سرتېري شتون ونه لري، ژوندى ترسره کېداى شي، خو که په ټول هېواد کې يو سرتېرى هم نه وي، نو بيا شايد ژوند ممکن نه وي. ))

بلخوا د امريکا دفاع وزارت ويلي ، چې امنيتي سند د افغانستان او امريکا دواړو لپاره ګټور دى.

د دفاع وزارت وياند جين پساکي په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې په روانه اونۍ کې به د افغانستان لويه جرګه په دې اړه بحث وکړي.

ده زياته کړه : (( موږ د افغانستان ددې پروسې ملاتړ کوو  او په ګډه کار کوو، چې مثبت نتايخ ولري.))

بلخوا راپورونه وايي، چې دافغانستان او امريکا ترمنځ پر درېيو مهمو موضوعاتو اوس هم اختلافات پر ځاى پاتې دي او نه دي هوار  شوي.

ويل کيږي ، چې دا ستونزې د امريکايي سرتېرو قضايي صلاحيت، دامريکايي ځواکونو شپني عمليات او د امريکايي ځواکونو مالي خونديتوب دى.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.