Language

 لښکرګاه(پژواک، ٢٩لړم٩٢): د ولسمشر د يوه فرمان  له مخې، په هلمندکې د زرګونو کډوالو لپاره د بست په نامه د ښارګوټي د ځمکو د نومرو وېش  پيل شو .

د هلمند دکډوالو چارو رييس غلام فاروق نورزي خبريالانو ته وويل، ياد ښارګوټى له لښکرګاه څخه  شاوخوا ٣٠ کيلومتره لرې دګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه کې جوړيږي.

د ده په خبره، په دغه ښارګوټي کې هغو اته زره کورنيو ته په کې ځمکې ورکړل کيږي، چې له کاونډيو هېوادونو سربېره  له نورو ولايتونو او ولسواليو څخه د نا امنيو له امله بې ځايه شوي وي.

نورزي دا هم وويل، دغه کار يې د ولسمشر د يوه فرمان په اساس کړى، چې له مخې به يې مستحقو کورنيو ته  د کور جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شي .

 نوموړي زياته کړه، کله چې کډوال د خپلو کورونو په جوړېدو پيل وکړي د کډوالو رياست په غوښتنه به د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کميشنري  له خوا  د موادو په ورکړه کې هم مرسته وشي.

دکډوالوچارو رييس دا هم وويل، د دې ښارګوټي له جوړېدو وروسته  به نورو ٨٤٦٠  کورنيو ته هم رهايشي نومرې ورکړل شي.

د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور وويل،د بست په ښارګوټي کې چې نن  يې د وېش لړۍ پيل شوه ، د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، پارکونو،ويالو او امنيت  په موخه دوه امنيتي حوزې هم  په پام کې نيول شوې دي.

نوموړي وويل، د ولايتي ادارې له خوا به يې د روڼوالي په موخه د کار څارنه  کيږي او څوک به پرېنږدي ، چې د مستحقو کورنيو حق په کې وخوړل شي.

د بختور په وينا، دا يوه پراخه دښته ده،د همدې سيمې د اوسېدونکو د ښه ژوند په موخه  به پراخ سړکونه او  ټول هغه امکانات  په کار واچوي ، چې اړتيا يې وي.

  يو شمېر کډوالو هم د دې ښارګوټي د نومرو په وېشلو خوښي وښودله، چې د نومرو له وېش سره به سرپنا هم پيدا کړي او له پخوانيو ستونزو به خلاص شي.

 د محمد سليم په نامه يو تن وويل، دوى له پاکستانه راغلي  له دولت او مرسته کوونکو ادارو   غوښتنه کوي، چې دکورونو په جوړېدو کې مرسته ورسره وکړي.

نوموړي زياته کړه، د کور د جوړولو توان نه لري که مرستنديه ادارې او حکومت ورسره مرسته وکړي ، نو له ډيرو ستونزو به خلاص شي.