هرات (پژواک ٢٩ لړم ٩٢): د هرات ښاروالۍ له خوا د ښار په ١٥ ناحيو کې د واټ پر غاړو د لمريزې برېښنا پايې درېږي او د دې ښار په دوو ناحيو کې د ملي پيوستون پروګرام پيل شو.
د هرات ښاروال محمد سليم تره کي، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ښار په واټونو او تفريح ځايونو کې به د لمريزې برېښنا ٣٠٠ ستنې ودروي.
هغه زياتوي، په دې پروژه ٨٠٠زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.
د ده په وينا، د سولر برېښنا پروژه درې پړاوه لري، چې دوه يې بشپړ شوي او ٧٠٠ د لمريزې برېښناپايې د ښار په بېلا بېلو سيمو کې درول شوې دي.
هرات ښار ته له ايران او ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا هم راغلې ده، خو تل يې د کمښت او نورو تخنيکي نيمګړتياوو په اړه شکايت کيږي.
د هرات ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکى نورعلي، په واټونو کې د لمريزې برېښنا د پايو درول يو ګټور ګام بولي او زياتوي، چې د دوى سيمه به له تيارې خلاصه شي.
هغه زياتوي، د شپې له خوا په واټونو کې د برېښنا شتوالى، د غلا او نورو جنايي پېښو په مخنيوي کې هم اغېزمن ثابتېداى شي.
خو د ښار د نهمې ناحيې خلک د لمريزې برېښنا پروژه ناکامه بولي او زياتوي، چې د کار تر بشپړيدو وروسته تخنيکي عوارضو ته پاملرنه نه کېږي.
د دې ناحيې يوه اوسېدونکي شاه محمد احراري پژواک ته وويل، تېر کال يې په سيمه کې د لمريزې برېښنا پايې ودرول شوې، خو د يوه کال په تېريدو پايې ماتې شوې او يا يې څراغونه ګول شول.
هغه تور لګوي، چې د لمريزې برېښنا (سولر) په پروژه کې فساد شوى، ټول توکي يې ټيټ کيفيته دي.
د هغه په وينا، د دى پرځاى بايد جنراتورونه اخيستل شوي واى او يا په دې پيسو وارداتي برېښنا پياوړې شوې واى.
هرات ښاروال هم دا ستونزه مني او زياتوي، چې د سولر بطرۍ له وخته تېرې شوې دي او هر دوه کاله وروسته بايد نوې بطرۍ ورته ولګول شي، دوى په پلان کې لري، چې د پخوانۍ پروژې بطرۍ بدلې کړي.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په هرات ښار کې د لمريزې برېښنا ٢٥٠٠ پايو ته اړتيا شته چې ولګول شي، خو د ښاروالۍ د پلان له مخې به تر راتلونکي يو کال پورې ١٥٠٠ پايې ودرول شي.
د يو بل خبر له مخې، د هرات ښار په اوومه او دوولسمه ناحيو کې د جاپان په مرسته د ملي پيوستون پروګرام نن د لړم په ٢٩مه پيل شو.
د هرات ښاروال محمد سليم تره کى وايي، د دې پروژې لګښت درې ميليونه امريکايي ډالره کېږي او د هبيتات په نوم مرستندويې ټولنې له لوري پر مخ وړل کېږي.
دى زياتوي، د دې پروژو لګښت د جاپان بلاعوضه مرسته ده، چې د خلکو په مستقيمه ونډه او د دوى په غوښتنه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي.
د ښاري ناحيو د وکيلانو د شورا رييس حاجي عزيزالله فوشنجي، د جاپان د مرستو مننه وکړه او دغه پروګرام يې ګټور او اغېزمن وباله، زياته يې کړه، په ١٢مه او ٧مه ناحيه کې به خلک هم مالي مرسته وکړي.
د ده په خبره، په يادو ناحيو کې به پلې لارې، د لارو د غاړې ويالې او پلونه جوړ شي، چې ورسره به چاپېريالي ستونزې هم راکمې شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن