ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې مشر وټاکل شو

صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې مشر وټاکل شو

author avatar
21 Nov 2013 - 14:08
صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې مشر وټاکل شو
author avatar
21 Nov 2013 - 14:08

کابل (پژواک٣٠ لړم ٩٢): د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند د مشورو په موخه، په کابل کې  د جوړې شوې مشورتې لوېې جرګې مشر وټاکل شو.

دغه جرګه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې پيل شوه.

په دې جرګه کې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مشران، مخکښې ښځې، د مدني ټولنې غړي، د کوچيانو او معلولينو استازي، سوداګر او صنعتکاران، حقوق پوهان، د ولسمشرۍ کانديدان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي او نور برخه لري.

د جرګې پر ٢٥٠٠ غړو سربېره ٥٠٠ تنه مېلمانه، چې د افغانستان د کابينې غړي او د ځينو هېوادونو استازي په کې شامل دي، هم په دې جرګه کې برخه لري.

د ولسمشر کرزي تر وينا وروسته، د مشورتي لويې جرګې د چمتووالي د کمېسيون دويم مرستيال نعمت الله شهراني، حضرت صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې د مشر په توګه وړانديز کړ، چې د جرګې د غړو له لوري ومنل شو.

افغانستان او امريکا د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د امنيتي سند د لاسليک په اړه، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون څرنګوالى ښيي، خبرې کړې دي.

 په دې وروستيو کې د دواړو  هېوادونو حکومتونه د ياد هوکړه ليک د موادو په اړه توافق ته رسېدلي دي، خو افغان حکومت غواړي د دې سند په اړه په تېره بيا په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د قضايي صلاحيت په اړه له مشورتي لويې جرګې مشوره واخلي.

ټاکل شوې، چې دغه امنيتي سند د تصديق لپاره ملي شورا ته هم واستول شي.

 په تېرو دوولسو کلونو کې درې نورې جرګې هم په کابل کې تر سره شوې، چې د اساسي قانون لويه جرګه، د سولې مشورتي لويه جرګه او عنعنوي لويه جرګه يې مهمې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.