Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار ولايتي شورا غړى ووژل شو

تالقان (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): د تخار ولايتي شورا غړى قاري محمدخال په يوه چاودنه کې ووژل شو، خو دوه ساتونکي يې ټپيان دي.

د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا دا غړى په بنګي ولسوالۍ کې له خپل کور نه د تخار مرکز تالقانو ته روان وو، چې د سپرلۍ پر موټر يې د ورځې يوولس نيمې بجې چاودنه وشوه.

ده زياته کړه، چې قاري محمدخال په دې ېېښه کې وژل شوى، خو روغتون ته يې په لاره ساه ورکړه.

قوماندان زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د وکيل دوه ساتونکي ټپيان دي او د درملنې په موخه روغتون ته استول شوي دي.

امنيه قوماندان وويل، د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودېدونکي توکي د ولايتي شورا د دغه وکيل د موټر تر څوکۍ لاندې اېښودل شوي وو.

ده زياته کړه، چې تر اوسه يې د وژنې لامل او عامل نه دى معلوم کړى او په دې اړه د پوليسو څېړنې دوام لري.

د تخار ولايتي شورا پخواني رييس نجيب الله خالقيار پژواک اژانس ته وويل، چې قاري خال ٤٥ کلن او د بنګي ولسوالۍ اوسېدونکى و.

خالقيار چې اوس د ولايتي شورا غړى دى، زياتوي، چې قاري محمدخال د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش پخوانى غړى او د جهاد پر مهال د تخار د جبهو امر و.

د تخار ولايتي شورا ١٥ غړي لري، چې پنځه يې ښځې دي.

د ويلو ده، چې د ١٣٩٠ لمريز کال د سلواغې مېاشت کې هم په ولسي جرګه کې د تخار استازى مُطلب بيګ په تالقان ښار کې د يوه قومي مشر دجنازې پرمهال چاودنه کې له ٢٠ نورو کسانو سره ووژل شو او ٥٠ نور ټپيان شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.