Language

د ګرشک ٢زره ښځو نوم ليکنه کړې

لښكرګاه (پژواك ۳ ليندۍ۹۲): په هلمند كې د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې ۲٠٠٠ ښځو نوم ليكنه كړې ده.

دغه څرګندونې د هلمند د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مشر قدرت الله نقشبندي په ګرشك ولسوالۍ كې د ليندۍ په ٣مه د جوړې شوې هغې غونډې په ترڅ كې وكړې ،چې سلګونه ښځو په كې ګډون كړى و.

نوموړي وويل، د دوى د تمې خلاف په ياده ولسوالۍ کې ډېرو ښځو نوم ليکنه کړې او د نورو ولايتونو د ولسواليو په پرتله ياده شمېره لوړه ده.

ده وويل، په ګرشك كې ۱۲ زره تنو د رايې ورکونې كارتونه ترلاسه كړي ، چې ۲٠٠٠ زره په كې ښځينه دي.

نوموړي وويل، دا چې د ټولني نيمه برخه ښځې جوړوي نو په ټاكنوكې يې برخه اخيستل هم د نارينه وو په څېر اړين دي او كه چېرې په دې ملي پروسه كې د ښځو ونډه كمه وي ټاكنې به ترسره شي.

هغه زياتوي، كه څه هم اوسمهال په ولسواليو كې د نوم ليكنې مركزونه بند شوي ، خو د روان لمريز كال تر وروستيو پورې په لښكرګاه كې نارينه او ښځينه مركزونه فعال دي او خلک کولى شي د رايې کارت واخلي.

 په همدې غونډه كې د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور هم ګډون كړى و او په خپلو خبرو كې يې د ګرشك ولسوالۍ له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپله رايه وکاروي.

 نوموړي غوښتنه وكړه، د ټاكنو په ورځ دې هغه چا ته رايه وكړي چې وړتيا ولري او د هېڅ زورواكي تر اغېز لاندې را نه شي.

 نوموړي وويل، امنيتي ځواكونه به د ټاكنو له پروسې ساتنه كوي او د هر ډول احتمالي ستونزو مخه به په كلكه ونيول شي.

د ګرشك ولسوالۍ يوې مېرمنې شاه ګل بيا د نارينه وو په پرتله د ښځو د نوم ليكنه او د رايې كارول ډېر اړين وبلل او ويې ويل، چې په تېرو اوږدو جګړو كې ښځې هم ډېرې ځورېدلې دي خپله رايه به وړ او مناسب شخص ته ورکړي.

 دې وويل، د ګرشك ټول اوسېدونكي په ځانګړې توګه مېرمنې به په ازاد ډول په ټاکنو کې برخه واخلي او له قوم او سيمې په نظر کې نيولو پرته به د ولسمشرۍ او ولايتي شورا وړ نوماند ته رايه ورکړي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مرستيال حاجي ويس خلكو ته ډاډ وركړ، لکه څنګه چې يې د نوم ليكنې پر مهال د امنيت ساتنه كړې وه د ټاکنو په ورځ به تر هغه ښه او مناسب امنيتي شرايط ورته برابر کړي.

 د يادولو ده، په هلمند کې د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د مسوولينو په وينا تر دې مهاله په دغه ولايت كې شاوخوا ١٠٠ زره کسانو نوم ليكنه کړې، چې د ګرشک د مېرمنو په ګډون يې شمېر ٥٠٠٠ ته رسېږي.