Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دامنیتي تړون دلاسلیک پر سر راپیدا شوې شخړې هواري لپاره رایس کابل ته راغلې

کابل ( پژواک ۴ لیندۍ ۹۲ ) : پر امنیتي سند د کابل او واشنګټن ترمنځ د راپیدا شوې لانجې د هواري په موخه د امریکا د ملي امنیت سلاکاره  سوزن رایس کابل ته راغلې ده.

په کابل کې دیپلوماتیکي سرچینې وایي چې سوزن رایس نن د لیندۍ په ۴مه،  کابل رسیدلې او ټاکل شوې چې د ورځې ناوخته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

که څه هم امریکایي سرچینو ویلي چې کابل ته د سوزن رایس د سفر موخه له ا مریکایي سرتیرو او دیپلوماتانو سره لیدنه ده، خو نورې سرچینې وایي چې کابل ته د ملي امنیت دسلاکار د ناڅاپي سفر موخه داده، څو دامنیتي سند دلاسلیک پر نیټې ددواړو هیوادونو ترمنځ د راپیداشوې لانجې هوارول دي.

مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د امنيتي تړون پر مسودې د بحث په موخه د لړم په دېرشمه په کابل کې جوړه شوې وه او پرون  د يو پرېکړه ليک په صادرلو سره پاى ته ورسېده.

مشورتي لويې جرګې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون متن له يو لړ وړانديزونه سره تاييد کړ او وړانديز يې وکړ، چې دا سند دې د ۲۰۱۳ کال له پایه مخکې لاسلیک شي.

خو و لسمشر حامد کرزي جرګې ته پخپله وروستي وینا کې  شرطونه وړاندې کړل چې ترڅو امریکا دغه شرطونه ونه مني، نو امنیتي سند به نه لاسلیکوی، دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم په راتلونکو شپږو اوونیو کې دسند دلاسلیک کلو کلکه غوښتنه کوي.

 د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یوه ویاند ویلي چې افغانستان اوس هم د امریکا د ملي امنیت یو له لومړیتوبونو څخه دی او د ملي امنیت سلاکاره به په کابل کې له خپلو جنرالانو، ځواکونو او دیپلوماتو څخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا درول په اړه خبرې کوي.

خو سرچینې په کابل کې د سوزن رایس د نورو بوختیاوو په اړه معلومات ورنکړل.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.