هرات (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): په هرات کې له خصوصي امنيتي کمپنيو ټوله شوې ٢١٧ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارل شوه.
د هرات امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره د ليندۍ په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، د روان لمريز کال په لړ کې يې شاوخوا ١٠٠٠ ميله بېلابېل ډول وسلې له خصوصي کمپينو راټولې کړې دي.
نوموړى زياتوي، چې د دې وسلو ډېره برخه يې د عامه ساتنې پوليسو ته ورکړې او پاتې يې ډاياک پروګرام ته سپارلې ده.
د قطره په وينا، دغه وسلې يې له لسو خصوصي امنيتي کمپنيو راټولې کړې او دغه کمپنۍ يې لغوه کړې دي.
په هرات کې د عامه ساتنې د پوليسو قوماندان سمونمل عبدالحميد وايي، چې د خصوصي کمپنيو له بې وسلې کولوسر ه د عامه ساتنې ځواکونه پياړي شوي او په وسلو سمبال شوي دي.
خصوصي امنيتي کمپينو د بهرنو ځواکونو د اکمالاتي کتارونو ساتنه کوله، چې يو کال مخکې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې خصوصي امنيتي کمپنۍ لغوه او پر ځاى يې د کورنيو چارو په وزارت کې د معنيت په چوکاټ کې ځانګړې قطعه جوړه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP