ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاپي پروژې د مالي مشورتي خدمتونو تړون لاسليک شو

د ټاپي پروژې د مالي مشورتي خدمتونو تړون لاسليک شو

author avatar
27 Nov 2013 - 15:21
د ټاپي پروژې د مالي مشورتي خدمتونو تړون لاسليک شو
author avatar
27 Nov 2013 - 15:21

کابل (پژواک ٦ ليندى ٩٢): افغان حکومت وايي، چې د ټاپي پروژې د مالي مشورتي خدمتونو تړون، د ټاپي د غړو هېوادونو تر منځ په عشق اباد کې لاسليک شو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ټاپي غړو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان ،پاکستان، هند) استازو د ګاز د نلليکې د پروژې مالي مشورتي خدمتونو (TASA) تړون د دې پروژې د ٢٤ تخنيکي غونډې په ترڅ کې د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې لاسليک کړ.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د ټاپي پروژې د غړو هېوادونو په دې ګډه ناسته کې د افغانستان له لوري د کانونو او پېټروليم وزارت مرستيال نصيراحمد دراني ژمنه وکړه، چې د دې پروژې د تحقق لپاره به اغېزمن ګامونه پورته کوي.

د اسيا پراختيايي بانک چې د ټاپي پروژې سکرتريت پر غاړه لري وايي، چې د ټاپي د ګازو نلليکې د اجرائيوي تړون د اړتيا وړ ټول وسايل به په راتلونکو دوو ورځو کې چمتو او د غړو هېوادونو د چارواکو تر منلو وروسته به يې همدغو هېوادونو ته د لاسليک لپاره وړاندې کړي.

 خبرپاڼه زياتوي، په دې ګډه ناسته کې غړو هېوادونو ژمنه وکړه، چې که پېرونکي هېوادونه (افغان، پاکستان او هند) له خوا تر قرارداد اضافي ګازو ته اړتيا پيدا شوه نو پلورونکى هېواد ترکمنستان ته به کم تر کمه ٤٨ ساعته مخکې خبر ورکوي، تر څو د اړتيا وړ ګاز پر ټاکلي وخت برابر شي.

څو ورځې وړاندې د دې پروژې استازو هم په يوه ناسته کې يادونه کړې وه، چې د ګاز دغه نلليکه به په ورځ کې٥٠٠ ميليونه فوټ مکعب ګاز افغانستان ته او ١.٣٢٥ ميليونه فوټ مکعبه ګاز هر يوه پاکستان او هند ته ولېږدوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.