کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د کابل-جلال اباد له سل کيلومتره څخه زيات سړک د اسيايي پراختيايي بانک له لوري، د ١١٠ ميليون ډالرو په لګښت جوړېږي.
د يادې پروژې قرارداد نن د فوايد عامې وزير او د افغان-چينايي شرکت د مشر تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن د ياد تړون د لاسليک کولو په اړه رسنيو ته وويل ، د دغه سړک عملي کار به، چې لګښت يې د اسيا پراختيايي بانک له بلاعوضو مرستو څخه ورکول کېږي، تر راتلونکې يوې مياشتې پورې په عملي ډول پيل شي.
د وزير د معلوماتو له مخې، دغه سړک په کانکريټي ډول ډيزاين شوى او په راتلونکو درېيو کلونو کې به ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
اوژن زياته کړه، د دغه سړک په جوړولو سره له دې پرته، چې د خاکجبار، د کابل سروبي ولسوالۍ، د ننګرهار شېرزاد او سره رود ولسوالۍ له يو بل سره تړي، دغه راز به د سوداګرۍ د پرمختګ او د هېواد د ترانسپورټ په برخو کې به ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
د فوايد عامې وزير په داسې حال کې، چې د دغه سړک د کوم ډول اسانتياوو په اړه يې څه ونه ويل، خو له افغان-چينايي شرکت څخه يې د دغه سړک په جوړولو کې د با کيفيته توکو د کارونې غوښتنه وکړه.
د اسيا پراختيايي بانک مشر جوجي توکيشي (Joji Takeshi ) د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: ” خوشال يو، چې د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې ونډه لرو او له دغه هېواد سره په بېلابېلو ډګرونو کې مرستې کوو.”
هغه دغه راز د افغانستان له حکومت سره د ياد بانک پر اوږدمهالو مرستو ټينګار وکړ او د اسيا پراختيايي بانک مرستې يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې اغېزناکه وبللې.
په همدې حال کې د هېواد د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د کابل-جلال اباد د دويم سړک جوړول د سوداګرۍ په پرمختګ کې مهم وباله او زياته يې کړه، چې دغه لار د کابل-جلال اباد او تورخم د ټرانزيټي لارې يو ښه بديل کېدلى شي.
هغه دغه راز وويل، دغه سړک د سيمې هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړيکو په پراختيا او د هېواد په صادراتو او وارداتو کې مهم رول لري.
د کابل-جلال اباد اوسنۍ لويه لاره، چې د هېواد پلازمېنه له ختيځو ولايتونو او د تورخم بندر له لارې له پاکستان سره تړي، د ماهيپر له غرونو تېريږي.
د يادولو ده، چې د ٢٠٠٢ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٣ کال پورې، د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره په بنسټيزو پروژو کې نږدې درې ميليارده ډالره مرسته کړې ده.