Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا د چهارباران پخوانى ولسوال سره له درېيو ماشومانو ووژل شو

ښرنه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٢): ناپېژاندو وسله والو د دې ولايت د چهارباران پخوانى ولسوال سره له درېيو ماشومانو وژلى او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د هغه پنځه خپلوان ټپيان کړي دي.

د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوال سيف الرحمن سالم پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د چهارباران پخوانى ولسوال عبدالرحمن د يوسف خېلو ولسوالۍ په زمري کوټ سيمه کې د خپل خسر کور ته په مېلمستيا ورغلى و.

هغه وويل چې نن غرمه مهال، ناپېژانده وسله وال د عبدالرحمن د خسر کور ته ورغلي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

ده زياته کړه، په دې بريد کې ولسوال سره له دوو هلکانو او يوې نجلۍ  وژل شوي او پنځه تنه نور، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، ټپيان دي.

هغه د نورو جزياتو له ورکولو پرته وويل، چې ياد ټول کسان د عبدالرحمن خپلوان وو.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله رښتيني پژواک اژانس ته وويل، چې عبدالرحمن اوسمهال کومه دولتي دنده نه لرله او اته کاله مخکې د چهارباران ولسوال و.

د ياد شوي بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.