کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٢): په کندوز ولايت کې د څلور کاله وړاندې هوايي بريد کې د وژل شويو کورنيو پاتې غړو، د المان محکمې هغه حکم رد کړى چې دوى ته يې د تاوان نه ورکولو پرېکړه کړې او ويلي يې دي، چې دوى ته بايد تاوان ورکړل شي.
په هغه بمبار کې چې د ١٣٨٨ لمريز کال د وږې مياشتې په ١٣مه د کندوز په چهاردره کې وشو، نږدې سل ملکي وګړي يې ووژل او لسګونه نور ټپيان شول.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو مخالفينو د ايساف ځواکونو د تېلو دوه ټانکرونه د چهاردرې ولسوالۍ عمرخېل کلي ته ولېږدول او ځايي خلک ترې د تېلو په وېستلو بوخت وو.
دوې ورځې وړاندې د المان په بُن ښار کې يوې محکمې حکم وکړ، چې د المان دولت مکلف نه دى، چې په کندوز ولايت کې د دې پېښې د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قربانيانو مدافع وکيلانو له المان څخه د قربيانو کورنيو ته د څلور ميليونو ډالرو د تاوان د ورکړې غوښتنه کړې ده.
د الماني محکمې قاضيانو، چې د دې پېښې په څېړنه بوخت دي، دا بريد يې د کندوز مېشتو الماني ځواکونو يوه تېرونه ګڼلې ده او ويلي يې دي، چې په همدې دليل اړتيا نشته، چې د قربانيانو کورنيو ته غرامت ورکړل شي.
خو د قربانيانو کورنيو د محکمې دا حکم رد کړى او په ترڅ کې يې د تاوان په ورکړې ټينګار کړى دى؛ دوى وايي چې بهرني ځواکونه په پرمختللو وسايلو سمبال دي، چې په کارونې سره يې کولى شول د پېښې په ځاى کې موجود کسان تشخيص کړي.
په کندوز کې د قربيانو د کورنۍ يوه غړي عبدالحنان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قربانيانو د کورنيو غړي د قربانيانو وينه نه بښي، بايد تاوان ورکړل شي او د پېښې عاملين مجازات شي.
نوموړى. چې په دې بمبار کې يې يو ١٤ کلن او بل ١٦ زوى له لاسه ورکړى او ځان د قربانيانو د کورنيو استازى ګڼي، زياتوي، چې تېر کال يو المانى سړى او ښځه کندوز ته راغلل، له ده سره يې خبرې وکړې، چې څه تصميم لرې؟ خو ده ټينګار وکړ، چې د قربانيانو کورنيو خپل مشران له لاسه ورکړي او ان د شپې ورځې ډودۍ نه لري، بايد مرسته ورسره وشي.
ده زياته کړه، قربانيان په المان کې مدافع وکيل لري او دغه وکيل بايد موضوع تعقيب کړي.
د کندوز هوايي بريد د قربانيانو يوه وکيل کريم پوپل، چې په دې برخه کې د المان له حکومت سره قضيه مخکې وړي، تېر کال يې ويلي و، چې موکلانو يې د المان له محکمې غوښتي، چې د المان له دولت څخه ٤ ميليونه ډالره تاوان غواړي.
د ده په خبره، د دې بمبار له امله ډېرو کونډو او يتيمانو د خپلې کورنۍ ډوډۍ ګټونکي له لاسه وکړي او کابو ټول ژغورل شوي کسان هم له يوه بد رواني وضعيت سره مخى شوي، چې تراوسه يې درملنه نه ده شوې.
پوپل چې د ٤٢٦ کورنيو له ډلې د ٧٩ هغو استازيتوب کوي، دوه کاله وړاندې يې هم په دې محکمه کې د پېښې هر قرباني شوي ته د ٣٣زره ډالرو تاوان غوښتنه کړې وه.
د کندوز ولايتي شورا غړې اصيلا بارکزۍ هم وويل، که المان د تاوان د ورکړې ژمنه کړې وي، نو د قربانيانو کورنيو ته يې بايد ورکړي.
نوموړې پژواک اژانس ته وويل، اړينه ده چې المان له دې کورنيو سره مرسته وکړي، ځکه چې خلکو پلرونه او زامن له لاسه ورکړي او ځينې نور يې معلول شوي دي.
مېرمن بارکزۍ زياته کړه: ((دا د شهيدانو د کورنيو حق دى، چې بايد مرسته ورسره وشي.))
د ولايتي شورا دې غړې زياته کړه، تېر کال د قربانيانو کورنيو ولايتي شورا ته عريضه وکړه، دوى دا موضوع له والي سره مطرح کړه او ټينګار وشو، چې بايد د قربانيانو له کورنيو سره اړينه مرسته وشي.
په ورته وخت کې رسنيو راپور ورکړى، چې يو شمېر افغان او الماني مدافع وکيلانو، چې ځانونه د کندوز د هوايي بريد د پاتې شونو وکيلان ګڼي، د الماني محکمې تازه حکم رد کړى او ګواښ يې کړى، که چېرته د المان عالي محکمه د قربانيانو د کورنيو په ګټه پرېکړه ونه کړي، نو امکان لري چې قضيه د اروپا يوې بلې نړيوالې محکمې ته راجع کړي.
دا مدافع وکيلان شکايت کوي، هغه المانۍ محکمه چې د کندوز د بمبارۍ په اړه يې حکم کړى، د دې قضيې د څېړنې او حکم پرمهال يې د قربانيانو کورنيو او عيني شاهدانو ته د حضور زمينه نه ده برابره کړې.
د ويلو ده چې تر تېر کال پورې، المان د کندوز پېښې د زيانمنو له سلو کسانو سره د نغدو پيسو، خوراکي توکو او څارويو مرسته کوله.
همدارنګه د المان دفاع وزارت په لومړيو کې منلې وه، چې د قربانيانو له کورنيو څخه به هرې يوې ته پنځه زره ډالر ورکوي او تر تېر کال پورې دا پيسې د ٩٠ کسانو لاس ته رسېدلې دي.
د چهاردرې له بمبار وروسته د المان د اردو قوماندان جنرال ولف ګانګ له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د المان د دفاع وزير په وينا، دې قوماندان ځکه استعفا ورکړه، چې وروسته معلومه شوه، چې د چهاردرې د بمبار حکم په افغانستان کې يوه الماني قوماندان ورکړى و، چې د ناټو الوتکو له خوا تر سره شو.
المان په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې له څلور زرو زيات سرتېري لري، چې د کندوز ولايت په ګډون په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې مېشت دي، خو سږ کال له کندوز څخه ووتل او د بلخ په مرکز مزارشريف کې د ايساف په پوځي مرکز کې مېشت شول.
دې هېواد په تېرو لسو کلونو په افغانستان کې له ٥٠ څخه زيات سرتېري له لاسه ورکړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP