ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: قانون به هرو مرو پلى کوم

15 Dec 2013 - 06:01
15 Dec 2013 - 06:01

کابل (پژواک٢٤ليندى٩٢): د ولسمشرۍ کانديد، محمد اشرف غني احمدزى وايي، که بريالى شي، نو قانون به په ټينګه پلى کوي او په هرو شپږو مياشتو کې به خلکو ته د قانون د پلي کېدو راپور ورکوي.

دى وايي، چې ١٥ زره تنه ځوانان، سپين ږيري او علما به پر دندو وګوماري، ترڅو د هغو خلکو په اړه ده ته راپور ورکړي، چې کارونه يې په دولتي ادارو کې بند پاتې وي، يا له ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړي زياته کړه، که بريالى شي، نو د ولس د باور د خپلولو لپاره به د ستونزو د حل لپاره داوږد مهاله پلانونو ترڅنګ  به سل ورځني  لنډمهالي پلانونه پلي کوي ، پايلې به يې ارزوي او له مخې به يې پرېکړهکوي.

اشرف غني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دولت کې د شته بې عدالتيو د له منځه وړلو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي او پر ټولو به قانون يو ډول پلى کوي.

دى وايي، چې کاري وړتيا به يې د دولت يواځينى معيار وي او د اداري اصلاحاتو په لړ کې به هغه کسان له دندو لرې کوي، چې د واسطو له مخې ګورمال شوي دي.

اشرف غنى

اشرف غني وويل، چې د خپل حکومت په پنځو کلونو کې به لږ ترلږه يو ميليون کسانو ته کار برابروي او د دولتي کارکوونکو په ګډون ٥٠٠ زره کسانو ته به کورونه جوړوي، اقتصاد ته به وده ورکوي او د خلکو پانګه او پانګونه به خوندي کوي.

هغه همداراز د امنيتي برخې په اړه وويل، چې که په افغانستان کې سمې ټاکنې وشي او سوله رامنځته شي، نو دى به د خلکو او په تېره بيا د دولت د وسله والو مخالفينو دا غوښتنه پوره کړي، چې بهرنيان له هېواده ووځي.

دى وايي، چې که بريالى شي، نو په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره به نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کوي، د دولت له وسله والو مخالفينو (طالبان او حزب اسلامي) سره به خبرې کوي، د هغوى وړانديزونه او غوښتنې به ارزوي او معقولې غوښتنې به يې مني.

اشرف غني وايي، چې د اداري فساد له منځه وړلو ته يې کلکه ملا تړلې ده. دى وايي چې عدلي او قضايي ارګانونه به له فساد څخه پاکوي او تر برياليتوب وروسته په شپږو مياشتو کې به د ټولو بنديانو دوسيې څېړي.

دا مرکه په بشپړه توګه لاندې ولولئ!

پوښتنه: په افغانستان کې شته ننګونو ته په کتو مو څنګه پرېکړه وکړه ، چې په دغسې سختو شرايطو کې ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړئ؟

ځواب: اول دا وو چې ما ځان په امر و نهې پوه کړ، دا چې عدالت د اسلامي حکومتولۍ اساس دى، نو ما هم ځان د اسلام په مقدسو اصولو پوه کړ. دويم د ولس پر حالت مې ځان  خبر کړ، ټول افغانستان ته لاړم، له علماى کرامو څخه تر ځوانانو پورې ټولو اقشار سره وغږېدم. درېيم عملي دندې مې اول په اقتصادي چارو کې تر سره   کړې، چې په ماليې وزارت کې وم، پس له هغه پوهنې ته راغلم چې پوهنتون کې وم او پس له هغه مې په امنيتي برخه کې ځان پوه کړ. د دې ترڅنګ لس کاله مې د دنيا لويو پروژو کې په شرقي او جنوبي اسيا او روسيې کې دندې ترسره کړې او پس له هغه مې د دولت دارۍ ټولې طريقې وازمويلې، کتاب مې وليکه، د هغه کتاب په اساس باندې نورو خلکو عمل وکړ؛ مقصد مې دا دى چې فکر او عمل، ما سره ګډ کړل او له شخصي نظره مې ځان له هوس او دنيا څخه ژغورلى، پنځه جوړه کالي په ژمي کې او پنځه په ا وړي کې راته کافي دي.

نه ځمکه غواړم، نه پيسې او نه بلندمنزل غواړم، پر ما ددې ولس پور دى، دې ولس وروزلم، دې ولس راباندې پانګونه وکړه نو پر دې اساس مې ځکه ځان کانديد کړ. او بل دا چې له سلو په ډېرو ملکونو کې زما له افکارو ګټه اخيستل کېږي. دا وطن حق لري، چې موږ يو بل ته لاس ورکړو.

پوښتنه: په افغانستان کې اداري فساد، نا امنيو او نورو بېلابېلو برخو کې شته ننګونو ته په کتو، دا هېواد څنګه ولسمشر يا رهبر ته اړتيا لري او دا ځانګړنې څومره په ځان کې وينئ؟

ځواب : اول، داسې يوه مشرتابه ته اړتيا ده ، چې طرحه ولري او وکولى شي پلې يې کړي او دويم دا چې د طرحې لپاره امادګي ولري، د اقتصاد لپاره د اقتصاد په ژبه پوه شي، د حکومتدارۍ لپاره د حکومتدارۍ په ژبه پوه شي او امنيت باندې د امنيت په ژبه پوه شي. دا خو يو شى نه دى، چې نن يې زده کولى شي. دويم د ولس په ژبې باندې بايد پوه شي او مخصوصا کله چې د ولس په منځ کې مختلف افکار دي، ددې طاقت ولري دا افکار سره توحيد کړي، او له دې څخه لومړيتوبونه را وباسي او برابر يې کړي.

درېيم د دنيا په ژبې پوهېدل دي، نن موږ او نړۍ سره تړلي يو، زموږ له ټولو مهمه دا ده ، چې اول بايد نيت ولري، دويم تقوا او درېيم ټينګه او قاطع اراده ولري. په دې معنى چې د مشورې په اساس باندې، بايد نتيجې ته ورسېږو چې څه به کوو، وقتې چې نتيجې ته ورسېدو، پس له هغه څخه بايد قاطعيت وي په عمل کې ، چې د مکافاتو او مجازاتو پر اساس باندې موږ ضوابط پر روابطو حاکم کړو. په يوه ولسمشر کې مهمترينه خبره دا ده ، چې يو ولسمشر بايد د قانون تابع وي، قانون بايد پرځان ومني، ځکه که پر ځان يې ونه مني پر جهان يې نه شي منلى. او د قانون د تابعيت معنى دا ده لکه چې خوشحال بابا ويلي چې “عبادت د ځان دى او عدالت د درست جهان دى”  د يو ولسمشر يوه ورځ عدالت د څلوېښت کاله عبادت سره برابره ده. دغو صفاتو کې موږ کولى شو چې يو قوي ټيم، ځکه په يوه شخص او فرد نه کېږي، بايد ولسمشر ټيم افغانستان شموله وي، او هرځاى د افغانستان او هر وګړى د افغانستان په دې ټيم کې ځاى پيدا کړي. فردي فيصله بايد د ټيم لخوا فلټر شي، ترڅو چې موږ وکړاى شو چې که اشتباه کوو، هغه اصلاح کړو، ځکه چې انسان له اشتباه څخه ډک دى، د حضرت محمد ص ويلي حديث مبارک دى چې “امت به په غلطه اجماع ونه کړي”. دا يو لوى باور دى زموږ په دين کې او بل دا چې د جرګو وطن يو بايد يو بل ته غوږ ونيسو او له مخې يې وړاندې لاړ شو.

پوښتنه: ډاکټر صاحب تاسو د ټيم خبره وکړه ستاسو د حکومت جوړښت به څه ډول وي، کوم کسان به پر لوړو څوکيو ګومارل کېږي، د اوسني حکومت په اړه ويل کېږي چې قومي معيار پکې تر ډېره څرګند دى، ستاسو معيار به څه وي؟

ځواب : زموږ معيار اول کفايت دى، د اصولو پر اساس اول کارونه چې بايد وکړم، د دولت له وزير څخه تر ماموره پورې دنده تعريف کړم، تعريف د وظيفې چې نه وي، هر څوک په هر شي باندې مقررېږي او دويم به مقررات وي چې ددې دندې د ترسره کولو لپاره، څه ډول کفايت په کار دى او څنګه دا کفايت ترلاسه کولى شو. او دويم دا چې ملي مشارکت دى. مشارکت په دې معنى چې ځوانانو، مېرمنو او علماوو ته ونډه ورکړو او ټول ولايتونه بايد ځان په حکومت کې وويني. ځکه د ملي حکومت معنى هم همدا ده. خو کله چې اردو يا پوليسو ته داخلېږو، نو پر سبا به يې بيا قوميت نه وي، دا به نه وي چې څوک له کوم ولايت څخه دى، سلسله د مراتبو به په ډېره ټينګه توګه اجرا کېږي، مامور به وزير ته نه وايي ، چې زه پر دې يا هغه تنظيم پورې تړلى يم او ستا امر نه منم. سلسله به وي او مکافات او مجازات به وي مخصوصا مکافات، ځکه کله چې خلک مثبت کار کوي بايد تشويق شي، موږ بايد د مننې دود پيدا کړو. اوس زموږ اردو او پوليس ډېرې ستونزې زغمي، خو له بده مرغه، له تاسو ژورناليستانو څخه نيولې تر خلکو پورې غير له نيوکو بل څه نه وايئ، دا خلک چې قرباني ورکوي، خو بايد له دوى څخه مننه وشي. مکافات په دې معنى که يو ځوان له يوې ښې نظريې سره راځي او يا عالم د دين هغه بايد موږ اوچت کړو، بايد زمينه ورته برابره کړو. سالم انتقاد اساس دى، اصلاحات يواځې زه نشم کولى، اصلاحات بايد ټول ولس رامنځته کړي او ځواب ورته بايد ورکړو. د مثال په ډول اوله دنده دولسمشر دا ده چې قانون تطبيق کړي، زه غواړم در سره ژمنه وکړم چې هر شپږو مياشتو کې به د قانون د تطبيق راپور ټول ولس ته ورکوم. دويم، موږ غواړو چې ولس ته ګډون ورکړو، معنى يې دا ده چې زه غواړم ١٥ زره ځوانان، سپين ږيري او علما په يوه چوکاټ کې راشي ، ددوى کار به دا وي چې که د خلکو عريضې بندې پاتې وې، که له ادارې سره خلک ستونزې پيدا کوي، دوى دې مخامخ ما سره تماس ولري، چې موږ وکړاى شو د خلکو ستونزې حل کړو او په دې اساس باندې ځان مسوول وبولو. زه غواړم ولس ته دا زمينه برابره شي ، چې ماته د امتحان پارچه راکړي. په دې معنى چې هرو شپږو مياشتو کې له ولس څخه غوښتنه وشي چې ما ته د امتحان پارچه راکړي. پنځه لومړيتوبونه لرو، هر لومړيتوب کې څو نومرې راکوي او د هغه پر اساس باندې به  زه بېرته وطن ته ځواب ووايم. ولس ته زما پيغام دا دى چې ستونزې ډېرې دي، قابل د حل دي اما په يوه ورځ کې نه حلېږي. زمانګيره دي ځکه ډېرې ستونزې سره يوځاى شوې دي، اما موږ بايد په دې ټينګ باور ولرو، چې پر مخ تللاى شو او طريقه ددې څه ده؟ پس له دوه مياشتو به زه سل ورځني منظم پلانونه طرحه او تطبيق کړم او د هر سل ورځني پلان ارزونه به دوه مياشتو کې وکړو او به بيا سل ورځنى پلان جوړ کړو، ځکه چې اوس د ولس باور پر لس کلن يا پنځه کلن پلان باندې نشته. موږ لنډ مهال اقدامات بايد وکړو د ولس اعتماد بېرته راشي، چې دولت او ولس په ګډه حرکت وکړي.

پوښتنه: تاسو د لومړيتوبونو خبره وکړه، کېداى شي ددې لومړيتوبونو په اړه معلومات وړاندې کړئ؟

ځواب : په ملي سطحه باندې زما پروګرامونه څلور برخې لري، لومړنى لومړيتوب مې سوله او ثبات دى. بې له سولې څخه موږ دا خاوره نشو ارامولى، سوله اجماع غواړي. د ثبات معنى دا ده، چې د قانون د حاکميت له لارې او د حقوقو او وجايبو د تامين له لارې، موږ يو نظام جوړوو، چې هغه نظام ثبات ولري، ځکه موږ د يو بې ثباته نظام خاوند يو، اول بايد د نظام مشروعيت ته دوام ورکړو او اساسي قانون په عملي بڼه تطبيق شي. دويم عدالت او مشارکت چې دې کې هغه برخه د اساسي قانون، چې د وطنوالو د حقونو په اړه ده اول بايد عملي شي، بل د دولت وجايب دي. دولت وجايب لري، دولت حق نه لري، ولسمشر د ولس نوکر دى نه بادار، په دې اساس د عدالت له مخې بايد موږ وطن ته وګورو، چې څنګه مختلفې بې عدالتي ګانې له منځه وړلى شو. لکه څنګه چې مې وويلې د مشارکت معنى دا ده چې له ځوان څخه نيولې تر ټولو وګړو، اوس هغه وطنوال چې تر ٢٠٠٠ مترو پورته ژوند کوي، جغرافيايي محروميت کې دي، جغرافيايي محروميتونو اوټولنيزو محروميتونو باندې موږ د مشارکت له پلوه وګورو، تر څو چې ميدان هوار شي. درېيم لومړيتوب اقتصادي وده او خدمات دي. په دې پنځو کلونو کې لږ ترلږه يو ميليون کسانو ته د کار برابرول او ٥٠٠ زره کسانو ته کورونه جوړول شامل دي. او اقتصاد ته وده ورکول په دې معنى چې د افغان پانګه او پانګونه بايد دلته مصوونيت پيدا کړي. او دلته پانګه واچوي او بين المللي مرستې موږ په اغېزمنه توګه مصرف کړو. څلورم غوره حکومتداري او ا صلاحات ؛ د مثال په توګه زه غواړم ٤٠ فيصد ملي بوديجه ولاياتو ته ورکړم، د کلي په سطحه باندې به يو پروګرام وي چې ټول وزارتونه او ادارې به له هغې لارې کار کوي او همدارنګه په ولسوالۍ کې به هم پنځه لومړيتوبونه تشخيص شي. ښاروالۍ به په دوو کلونو کې موږ ټول انتخابي کړو، ځکه اساسي قانون مو تر پښو لاندې کړى، ولايت به تعريف ومومي د ولايت صلاحيتونه او د والي صلاحيتونه به تفکيک شي، هر ولايت به د خپلې بوديجې خاوند شي، چې په منسجمه توګه به ولايتي شورا ته او هم ولس ته ځواب ورکړي.

زه غواړم کابينه اجرائيوي صورت ته راولم، هر وزارت سره به يو درې اړخيز تړون وي. اول له ملي شورا سره، چې په کال کې څه کوي، دا لومړيتوبونه او دا يې هم د اجرا طريقه او کال کې به دوه ځلې ارزونه کېږي. دويم ولس سره، هر وزارت بايد واضح اعلان کړي ولس ته چې په کال کې څه کوي او په دې پنځو کلونو کې به اهداف  څه وي، کلني اهداف او شپږ مياشتني اهداف بايد واضح کړي. درېيم، زه غواړم چې په بنيادي توګه ولسمشري پر يوه بنسټ بدله کړم، په دې معنى چې هغه واک چې اساسي قانون ولسمشر ته ورکړى، هر يو يې بايد پر يوه بنسټ بدل شي، د مثال په توګه، د قانون پلى کول، موږ بايد يو منسجم کمېسيون ولرو چې هره اونۍ د قانون تطبيق او تقنين لپاره له ولسي جرګې او مشرانو جرګې سره په ارتباط و اوسو،  چې قوانين مو په وخت او زمان بشپړ شي. تر څلوېښتو ډېرو قوانينو ته ضرورت لرو، دا که په يوه منسجمه توګه نه وي، نه کېږي. بله برخه يې اقتصادي ده، ځوانان ٤٠ فيصده يې بېکاره دي، ٦٠ فيصده چې کار لري، پټه بېکاري لري، هر کال درې سوه زره ځوانان کارغواړي، دا بې له دې چې يو عالي اقتصادي کمېسيون وي، چې هر اونۍ زما تر نظر لاندې به منسجمې جلسې لري، چې پانګوالو ته به زمينه برابرېږي او د دوامدار او پايدار کار لپاره به بين المللي مرستې په ډېره اغېزمنه توګه لګېږي، نو پر دې اساس دا اوله ملي برنامه ده.

زما د برنامې دويمه برخه، جغرافيايي ده، په دې معنى د مرکزي افغانستان شرايط د شمال شرق د افغانستان  سره توپير لري، ددوى امکانات او ددوى وده سره توپير لري. ځکه جغرافيا يې بېله ده.

درېيمه برخه د افغانستان اقشارو سره، يو مثال به يې درکړم علماى کرام، ١٥٠ کال کېږي چې اسلامي دنيا کې جومات، منبر او دولتي قدرت سره په ټکر کې دي. موږ کم تر کمه ١٧٥ زره جوماتونه لرو، حد اقل ٤٠٠ زره علماى کرام او روحانيو لرو، ددوى مادي او معنوي ژوند بايد د عزت وړ شي، ددې لپاره زه يوه خاصه برنامه لرم چې موږ جومات بېرته د ټولنې مرکز کړو. په دې اساس باندې يوې نتيجي ته ورسېږو ، چې جهانګير د مغل امپراطور چې  ويل يې يوه د دعا اردو ده او يوه د زور اردو، او د دعا اردو هميشه لس چنده د زور له اردو څخه اغېزلرونکې ده، نو د ملي اجماع په راوستلو کې جومات، مدرسې ، علماى کرام او روحانيو ډېر ستر رول لوبولى شي. زما عرض دا دى چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې زموږ د سياستمدارنو په لاس کې قيچۍ وې، موږ يې يو له بل څخه پرې کړي يو، زه غواړم چې زما په لاس کې تار او ستنه وي، چې بېرته دا وطن سره پيوند کړم، چې په دې پيوندولو کې موږ مخته لاړ شو.

څلورمه برنامه مې پر کابل باندې ده، دا د افغانستان پلازمېنه ده، دا ښار ان د ژوند کولو لپاره برابر نه دى، ترانسپورټ او د کورونو وضعيت ته يې چې ګورې، د اوبو وضعيت ته يې ګورې، له خداى څخه بايد مشکور واوسئ چې د افغانستان ولس صبور ولس دى. يو پر شپږمه برخه زموږ   وطنوال  دلته ژوند کوي، په دې ولايت کې دي، دلته يوه منسجمه برنامه پکار ده ، چې دا ښار هغسې جوړ کړو چې امان الله يې اراده درلوده ،خو ونه توانېده. نو يو ښار چې د وطن نمونه شي او دلته وګړي راشي.

پوښتنه: تاسو د خپلو کاري لومړيتوبونو په سر کې د امنيت خبره وکړه او د امنيت په برخه کې د نورو ابعادو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې او يا هم ورسره مبارزه ده، تاسو به د سولې او امنيت د تامين لپاره  له دې يوه اړخ سره چې طالبان او حزب اسلامي دي، څه کوئ؟

ځواب : انشاالله پس له ګټلو څخه په لومړۍ اونۍ کې به د اردو اعلى سرقومانداني جوړوم، د افغانستان خلک او وسله وال مخالفين بايد په دې باور شي، چې موږ د حکومت کولو قوت او اراده لرو. که دا اراده په موږ کې ونه ګوري سولې ته نه حاضرېږي. دويم، سوله درې اړخه لري، يو يې وطني، بل يې منطقوي او بل يې نړيوال  دى. د وطن له نظر څخه ما ويلي دي چې زه پراخ ملي حکومت جوړوم، په دغه پراخ ملي حکومت کې بايد پر سولې باندې اجماع راشي، که سوله قيمت لري او جنګ قيمت لري، د افغان وينه له بده مرغه  مخصوصا د ځوان وينه چې هره ورځ توييږي او دا د بې وزلو ځوانانو وينه ده، معتبر ځوانان په سنګر کې نه دي، نه له دې خوا څخه او نه هم له هغې خوا څخه، نو زموږ وجداني مسووليت دى چې ددغې وينې ځواب چې د الله ج مخته يې وايو، نن ولس ته يې ورکړو او بايد اجماع ته ورسېږو، چې د سولې قيمت څه دى. نو له دې نظره، طالبان  او که حزب اسلامي دي، بايد اول ددوى ستونزې او وړانديزونه مرتب شي، څه غواړي ، څه ډول تغيير غواړي په څه اساس دوى حاضر دي په سياست کې ګډون وکړي اود مشروع نظام برخه وګرځي. دويم ايا دوى مستقل دي او که د نور تر لاس لاندې دي، که افغان دى نو بايد خپلې اړيکې وشلوي، که افغان نه دى نو سرحد معلومېږي، سرحد بايد واضح وټاکو ، چې د افغانستان د ګټو لپاره موږ حاضر يو چې ټول سره بېرته په يوه پيوستون کې راولو  او د پيوستون معنى دا ده ، چې دوى به وکولى په دې خاوره کې په عزت، په اعتبار ژوند وکړي او په سياست کې ګډون وکړي. حزب اسلامي په بار بار ويلي وو، حکمتيار صاحب ليکلي دي باربار چې ازادو انتخاباتو کې يې ګډون غوښته او ازاد انتخابات يې غوښتل، نو راشئ ازادو انتخاباتو کې ګډون وکړئ! که يې وګټله حکومت به دده وي، که برخه اخيستل دي، نو ورته بايد اماده واوسو.

دويمه برخه، منطقوي ده، د منطقې له بعد څخه زما وړانديز دا ده، چې موږ بايد منطقوي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره يوه تړون ته ورسېږو، منطقه بايد دا ومني چې افغانستان د يوه ګاونډي هېواد مستعمره کېداى نه شي  او نه موږ دا اجازه ورکوو، چې زموږ وطن د نورو د جنګ په ميدان بدل شي. ځکه مې اول له ځان څخه پيل کړل، موږ بايد خپله اراده سخته کړو، ثبات ته يې ورسوو، ترڅو منطقه پر دې باوري شي چې له داسې دولت سره يې سروکار دى، چې د خپل ثبات لپاره ټينګه اراده لري. په دې چوکاټ کې زموږ د هېواد له ثبات څخه پرته په راتلونکي کې وده نشي کولى. نو له منطقې سره به جدي هراړخيز مذاکرات وکړو، چې سوله هم ددوى او زموږ په ګټه ده دا يو اړخيزه نه ده. درېيمه برخه نړيوال چوکاټ ته رسېدلي يو، چې جنګ د حل لار نه ده او يوه سياسي حل لاره پکار ده، دې سياسي لاره کې موږ له نړيوالو څخه په دې پنځو کلونو کې ډېره ګټه اخيستى شو، ځکه که ددوى نفوذ، ددوى امکانات او همغږي وي له موږ سره، موږ به سولې ته ورسوي. زه باور لرم چې له هغو خبرو سره چې ما له ټول ولس سره کړې دي او نورو سره مې کړې دي، مختلفو فرقو او طريقو سره زه يوه امادګي وينم، دا امادګي بايد په يوه ملي پروګرام باندې بدله شي او د پايدارې او ناپايدارې سولې تفيکيک بايد وکړو. پايداره سوله هغه سوله ده ، چې په يوه باثبات نظام باندې بدله شي، ناپايداره سولې هغه سولې دي، چې بار بار مجاهدينو په خپل منځ کې وکړې او نادوامې وې او قيمت يې ولس ورکړ. نو دلته ځښت ډېر دقت په کار دى، چې پايداره سوله راشي او پايداره سوله په څه کې راځي؟ په نظام کې بايد موږ ځان ووينو او د امنيت له نظره، امنيتي ځواکونه بايد د ټول افغانستان استازي شي، ترڅو پرې باور وشي.

پوښتنه: د سولې پر داخلي بعد تم کېږو، تاسو وويل چې د مخالفينو وړانديزونه او ستونزې به ګورئ، چې څه دي او په دې به ځان پوه کوئ چې دا افغانان دي که نه دي او د چا په ګټه جګړه کوي. يعنې تاسې به څنګه پر دې موضوعاتو پوه شئ په دې تېرو ١٢ کلونو کې تاسو ته څرګنده نه شوه؟ ولسمشر کرزي په باربار ويلي چې طالبان په ناپوهۍ سره د نورو په ګټه جګړه کوي، تاسو هم په دې باور ياست که څنګه؟ او بله دا چې د طالبانو يا مخالفينو عمده وړانديز يا غوښتنه دا ده کله چې بهرنيان ووتل ، نو بيا به افغان دولت سره د سولې خبرې کوي، ټاکنو کې به برخه اخلي او په سياسي بهير کې به شاملېږي. ستاسو دريځ څه دى؟

ځواب: له سل زرو ډېر بهرني ځواکونه ما له دې خاورې وويستل، د انتقال مسوول وم. موږ ښودلې ده چې کولى شو بهرني ځواکونه له دې ځايه وباسو، ددې لپاره څه پکار دي، اول مشروع انتخابات، که طالبان، يا حزب اسلامي يا نور د افغانستان ښکاره ډلې غواړي، چې موږ هدف ته ورسېږو، نو اول دې بايد مشروع انتخابات وشي، پکې که ګډون کوي، په سر سترګو، که يې نه کوي نو شرايط داسې نه کړي چې انتخابات ونشي. دا غوښتنه لرو او شرايط اساسي قانون دى. دويم، سوله ددې باعث کېږي چې موږ بهرني ځواکونه وباسو او دا د سولې يوه عمده زماني برخه کېداى شي، د مهال له نظره. نو د هګۍ او د چرګې خبره بايد وګرځوو، هدف دا دى چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي. موږ دې ته حاضر يو چې زمينه برابره کړو او خاص چوکاټ برابر کړو. سوله چې راغله بهرنيو ځواکونو ته ضرورت نشته، اما دوى هم بايد ووايي چې دوى څنګه سوله راولي!؟ ايا دوى وتوانېدل چې په خپل منځ کې چې ټول شپږ يا اووه وروڼه وو، مکه معظمې کې يې قسم وخوړ نتيجې ته ورسېږي؟! خو بايد موږ له پخوا څخه هم درس واخلو، ولس ته مسووليت لرو، د افغان وينه بايد ارزښت پيدا کړي او موږ بايد ځواب ورکړو، مذاکرات به جدي وي، ما د سولې ټول مذاکرات چې له ١٩٩٠-٢٠٠٤ پورې شوي، تقريبا سل دي، ټول وڅېړل او هغه مقالات چې ما ليکلي اوس ټول استعمالوي پر سوريې باندې، يوولس مياشتې مخکې زما د يوې مقالې نتيجه راووتله. هره خوا بايد د سولې د مذاکراتو لپاره جدي واوسي او داسې هڅې مطرح کړي ، چې عملي بڼه ولري، له تش شعار څخه بايد ووځو. کوم ځاى د افغانستان کې کومه ستونزه ويني؟ ايا اساسي قانون کې دوى کومه ستونزه ويني، ټول علما به درته ووايي چې سل فيصد اسلامي ده. څه دي چې دوى يې غواړي، چې موږ پوه شو. دا خو په دې نه کېږي چې يو اړخيزه فيصله وکړي او په عين حال کې په يوه بهرني هېواد کې کېناستلي واوسي او له بهرني هېواد څخه امکانات غواړم. افغانيت معنى دا ده لکه څنګه چې غوښتنه کوئ چې دوى ووځي، له منطقې څخه لاس واخلئ، ځان ورڅخه وژغورئ، ايا منطقه درته نه ده معلومه شوې ،چې په حساب يې نه پوهېږئ؟! نو چوکاټ ته راتلى شو انشاالله، د همدې لپاره ما د سولې ټول تړونونه په دنيا کې وليدل چې پوه شم چې څه ډول جدي مذاکرات وکړو، چې نتيجې ته ورسېږو.اشرف غنى

پوښتنه: يوه بله موضوع يادوم چې احتمالي بڼه لري، يوه نيوکه پر دې حکومت دا ده چې په تېرو لسو کلونو کې يې خپل دوست او دښمن ونه پېژانده، يعنى تل يې مخالفين يا په مشخص ډول طالبان وروڼه وبلل، خو هغوى بېرته په بريدونو او ځانمرګو حملو ځواب ورکړ، تاسو به تر کومه وخته پورې د سولې غږ کوئ چې که مخالفين سولې ته نه حاضرېږي بيا به تاسو بل تصميم نيسئ؟

ځواب: اول د وطن امنيت، اردو دې ته جوړه شوې چې له وطن څخه دفاع وکړي، تر څو چې سوله کې نتيجې ته رسېږو اردو به د وطن دفاع کوي، پوليس بايد د خلکو امنيت ونيسي، هر غل ځان ته سياسي مخالف نشي ويلى، غل زما ورور نه دى، غل، غل دى او د غله لاس به زه تړم، محکمې ته به يې سپارم. غل ځان ته سياسي لوبغاړى نشي ويلى. قاچاقبر قاچاقبر دى، دا سياستمدار نه دى، ځکه بايد توپير وکړو، که ولسمشر کېږم، معنى يې دا ده چې د ولس غوښتنه را څخه دا ده چې غوښتنې يې عملي کړم. او په دې چوکاټ کې به موږ د نظم خواته ځو، د مخالفينو اعتبار بايد ترلاسه کړو. اما بله برخه، مخالفين ددې هېواد بچي دي، موږ قيچي نشو نيولى، چې ووايو چې په سليقوي توګه دا افغان منم، دا افغان نه منم. زه هېڅ افغان ته د ځان په شمول، دا حق نه ورکوم چې يو بل افغان ته ووايي چې ته افغان نه يې. اساسي قانون دا حق چاته نه دى ورکړى. نو که مخالفينو په دې اساس وسله يې جګه کړې او د باندني په هدايت نه ده، بايد دلايلو باندې يې پوه شو، که دليل لري او دليل يې منطقي ده، هغه بايد حل کړو. ګورئ که ٩٨ فيصد د افغانستان خلک په يوه عقيده او دوه فيصده يې نه وي، لا هم درد دى په وجود کې، سترګه څومره کم ځاى نيسي، که يوه سترګه له لاسه ورکړې ځان تکميل بولې؟ نو ضرور ده چې په دې برخه کې يوې نتيجې ته ورسېږو، چې د ٤٠ کالو کشکمش حل لاره دا ده چې د نظام د جوړولو په برخه کې يوې اجماع ته ورسېږو او يو بل ومنو. سوله هغو اشخاصو سره نشئ کولى چې وينې تويولو کې شامل وو، زما دا لاس له وينې پاک دى او دا لاس مې له فساد څخه پاک دى. اما ځکه چې غواړم ستاسې زامن، ستاسې لمسي او کړوسي په دې خاوره کې ژوند وکړي، حاضر يم چې لاس ورکړم، چې وينه بنده شي. او غير له دې څخه چې دا لاس ورکړو، وينه نه بندېږي او وطن ثبات ته نه رسېږي او زموږ لمسي او کړوسي به موږ ته لعنت کوي چې دا څه ډول نيکونه او پلرونه او غور نيکونه وو چې زموږ د ژوند په اړه يې فکر ونه کړ. دا زموږ مسووليت دى او دا مسووليت بايد په امانت او عقيدې باندې ترسره کړو.

پوښتنه: راځو اداري برخې ته، تاسو پوهېږئ چې د نړيوالې سروې له مخې، افغانستان د هغو درېيو هېوادونو په ډله کې راغلى، چې د فساد کچه پکې لوړه ده، مشخصا به د اداري فساد له منځه وړلو لپاره تاسو څه کوئ؟

ځواب: په پنځو کلونو کې موږ خپل سل نومرې ډېرولى شو، ٢٠٠ نومرې نشو ګټلى، ځکه چې فساد هراړخيز شوى، په دې کې په مشخصه توګه، اول څنګه اداري فساد لرې کوو؟ د هرې ادارې تعريف به کېږي، هر پوست ته به معيارونه ټاکل کېږي او د اداري اصلاحاتو کمېسيون به پس له دې زما تر نظر لاندې جلسې کوي. اول به دا کمېسيون په بنيادي توګه اصلاح کېږي چې د باور وړ وګرځي. دويم، د باندينو چارو د وزارت لپاره به معيارونه کېښودل شي، چې د هغو شفافو معيارونو پر اساس باندې به هر څوک، په دې وزارت کې شاملېږي. هرڅوک چې په بل چا پورې تړلي دي او په واسطې راغلي دي، دلته ځاى نه لري. د باندنيو چارو وزارت اوله دنده دا ده ، چې د مهاجرينو خدمت وکړي، دويم يې د افغان کاريګرانو ده. درېيم به افغان کاريګرانو ته کار پيدا کوي او څلورم به پانګه جذبوي. واضح معيارونه به کېښودل کېږي، چې کومې ژبې يې زده وي، څه رقم ليکل يې زده وي او څه رقم په وطن باندې بلد وي. همدارنګه، يو اداري کدر د ولايتونو لپاره. د ټولو ولايتونو د ادارې لپاره به يو خاص اداري کدر روزو، چې ددوى سلسله واضح وي، چې له ښاروالۍ او يا ولسوالۍ څخه شروع کېږي ولايت ته به رسېږي. اداري کدر ضرور دى او اداري کدرونه به مصوونيت لري. په شفافه توګه به ددوى ارزونه کېږي او مکافات به ورکول کېږي. همدارانګه به اداره نوې کېږي، ځکه يو نسل يا دوه نسله چې د افغانستان اداره يې په ٤٠ کلونو کې چلولې، دا تقاعد ته ځي. دا زمينه ددې برابروي، چې له يوې خوا موږ متقاعدينو پسې وګرځو، چې ددوى حقوق خوندي شي  او له بلې خوا ځوانانو ته زمينه ددې برابرېږي ، چې په اساسي توګه ددې وطن مديريت په دې پنځو کلونو کې پر غاړه واخلي او پس له هغه څخه د لسو کلونو په چوکاټ کې بايد مشرتابه ته اماده شي. بله برخه، ما تاسو ته وويلې، چې لس کمېسيونونه به جوړوم، هر کمېسيون يو والي مشاور ولري اما مشرتوب به يې زه کوم. پوښتنه به کوم د مثال په توګه، حلقوي سړک، هره ورځ به زه د حلقوي سړک د امنيت راپور غواړم، که موټر ودرېدل، که ټانکر وسوځېدل، که خلک له سرويس څخه پلي شول، چارواکي به بدلېږي. مسووليت بايد راشي. د کابل ترافيک، زه به مې په دفتر کې تلويزيون کېږدم چې د کابل ترافيک به مخامخ ګورم، دا ښار نظم غواړي، د پوهنې وزارت مخې ته تر څلورو بجو پورې کراچۍ او موټر سره ګډ وډ دي، خلک يو ساعت دوه ساعت معطلېږي، دا ددې ښار د ترافيکو د ادارې طريقه ده؟ۤ! خلکو څخه نظم غواړو. او درېيم، څوک چې خپله تذکره، پاسپورټ يا قواله غواړي بايد واضح او شفاف معيارونه وي،  چې په څو ورځو کې دا اجرا کېږي. زه چې د ماليې په وزارت کې وم ويلي مې وو، هره قانوني غوښتنه چې له بل وزارت څخه راځي که په درېيو ورځو کې ځواب نشي، بايد زما پر ميز باندې يې ځواب راکړل شي. ټول تاديات په درې ورځو کې اجرا شول. اصول په واضح توګه دلته وي، چې د قانون او شريعت له نظره اخري فيصله د ولسمشر ده. د هغې مدارج بايد ډېر په دقت سره برابر شي، مګر يو ځل چې امضا وشوه، بايد عملي شي او د امضا تعقيب به زما د دفتر کار وي. په دې توګه زه فکر کوم يوه بنيادي برخه چې حاکميت د روابطو ده پر ضوابطو موږ لرې کولى شو.  بل مامور د دولت ته بايد کور پيدا شي، که غواړو چې اداري فساد په بنيادي توګه لرې کړو بې له دې چې مامور د دولت ته د کور امکانات برابر کړو،  دا نه کېږي. ځکه زه غواړم ٥٠٠ زره کورونه په پنځو کلونو کې جوړ کړم. چې موږ وکړاى شو اداره بايد ساده شي، د دولت ټول مرکزي دفترونه بايد يوځاى کې وي او تشريفات بايد له منځه لاړ شي. دا څه حال ده چې د يوه غريب مملکت رييسان په کروزينونو کې ګرځي. بايسکل ته بايد بېرته راشو، عادي موټرو کې وګرځو. بله برخه اقتصادي ؛اقتصاد کې لومړۍ برخه د فساد قراردادونه دي، نن د يوه کيلومتر سړک قيمت رسېدلى يو ميليون ډالرو ته او د حلقوي سړک رسېدلى دوه ميليونه ډالرو ته، ګاونډي ممالکو کې ١٥٠ زرو څخه ٢٠٠ زره ډالرو پورې ده. ولې؟ ځکه چې موږ ١٥ لاسه قراردادونه کوو، هغه کمپنۍ چې قطعا په ساختمان باندې بلدې نه دي، اول لاس قرارداد نيسي. زه غواړم دا درته په اساسي توګه اصلاح کړم. يو لوى کمېسيون به جوړوم چې پر لويو پروژو، قراردادونو، قېمت او کيفيت باندې نظارت کوي. اووه ساختماني شرکتونه به په بين المللي سويې جوړ شي، بررسي لاندې به ونيول شي او د معيار خاوند به شي، ترڅو چې دوى وکړاى شي اول لاس قرارداد واخلي. لاندې سل شرکتونه تر ٢٠٠ پورې بايد منځني وي او تر هغه ښکته ١٠٠٠ تر ١٥٠٠ پورې به واړه وي. او سلسله به واضح وي.سنګاپور کې د ډېرو لويو قراردونو پر قيمت او کيفيت باندې په يوې هفتې کې نتيجې ته رسېږي، ځکه چې اعتبار شته. نن په افغانستان کې له قراردادونو يوه بلا جوړه شوې.

درېيم ځمکه ده. لوى عامل د فساد په ځمکه پورې تړلى دى. غصب د ځمکې او نيول يې. ځکه دلته يوه تشه ده، کابل ٧٥ فيصده غيرقانوني ده، ولې؟ دا نه ده چې د افغانستان خلک غواړي په غيرقانوني عرفي کورونو کې ژوند وکړي، ځکه حکومت ونه کړاى شو چې دا تشه ډکه کړي، که موږ ٥٠٠ زره کورونه په پنځو کلونو کې او يو ميليون په لسو کلو کې جوړ کړو، د ځمکې چور له منځه وړلى شو. قانون بايد دلته حاکم شي، اردو د همدې لپاره ده، پوليس د همدې لپاره دي، چې د عامه داراييو د چور مخه ونيسي. بله برخه قاچاق د معادنو دي، کرومايټو ته نن وګورئ، په سل هاو ټنه کرومايټ زموږ قاچاق کېږي، په داسې حال کې چې که په اوله مرحله کې د توليد يوه فابريکه په لوګر، خوست يا پکتيا او يا هم پکتيکا کې جوړه او په ورځ کې د ٤٠٠ ټنو ظرفيت ولري، دا کرومايټ په يوه لوى عايداتو بدلېداى شي. هره برخه چې تاسو وګورئ زه ورته واضح درېږم. د قاچاق يو دليل دا دى چې ټول سرحدي ولايتونه موږ په سرحدي بنادرو نه دي بدل کړي، او ددې مخنيوى په دې کېږي، لکه نيمروز ته وګوره، وقتې چې زه په ماليې وزارت کې وم، هم ګمرک جوړ شو، هم پول جوړ شو او هم سړک، نن نيمروز په يوه عمده سرحدي ولايت باندې بدل شوى. بله برخه، لاسي فساد٤٨٥٣، يو مثال به يې درکړم د دوا. نن اکثريت د دوا چې افغانستان کې خرڅېږي يا بې کيفيته دي يا مطلق زهر دي. زه به څه کوم، لکه څنګه چې مې مخابراتو کې اصول کېښودل، په شپږو اونيو کې ما د ستانکزي صاحب په دوران کې اساس کېښود. ما پورې خلکو خندلې ويلې چې لېونى دى، له مخابراتو څخه ماليات غواړي، په داسې حال کې چې موږ بايد پيسې ورکړو. نن شل ميليونه ټېلېفونونو ته ورسېدو، پاک عايدات دي کنه او دې کمپنيو هم ګټه کړې کنه؟! موږ بايد له خصوصي سکتور سره، د يو بنيادي تړون  تفاهم ته ورسېږو، چې چوکاټ جوړ کړو. مثال به يې دوا درکړم، دوا هم د مخابراتي شرکتونو د شرايطو په څېر، پر شپږ و يا اتو شرکتونو وېشل کېداى شي، چې يواځې به له معتبر بين المللي شرکتونو څخه به با کيفيته، معياري دوا راوړلى شي. دوى به ټول درملتونونه پرانيزي او د دوا قيمتونه به معلوم وي.

درېيم، هر ډاکټر چې غواړي، نسخه يې په دې درملتونونو کې ومنل شي، بايد په رضاکاره ډول يو امتحان تېر کړي، چې دى رښتيا ډاکټر دى او که نه. څلورم، هره مياشت کې به د هېواد د بهترينو ډاکټرانو يوه ډله دا نسخې وګوري چې سمې نسخې يې ورکړي، يا غلطې. او پنځم، د درېيو کلونو په ترڅ کې به دا شرکتونه ګډه پانګونه کوي چې له صادروونکو شرکتونو سره چې دوى يې ترې واردوي په ګډه توليد کړي. او وکړاى شو چې دوا توليد کوونکي مملکت شو. مثالونه به په لسګونو درکړم، هغه څه چې له مخابراتو سره وشول، ٤٠ سکتورونو سره کېداى شي. نو دا ضروره ده چې د فساد د لرې کولو لپاره څو اړخه سره يوکړو. دولت کې بايد ټينګه اراده د فساد د لرې کولو راولو. خصوصي سکتور بايد قانع کړو چې فساد ددوى او د وطن په ګټه نه دى.

څلورم، ولس دې په ارزونه کې شامل شي او د ولس غږ ته موږ غوږ ونيسو. نن تاسې ژورناليستان داسې کومه ورځ ده چې له خلکو پوښتنه کوئ، چې په يوه برخه يا بله برخه کې شکايت ونه لري. دغه ستاسې ارزونې به دهغو کمېسيونونو له لارې چې ما يې مخکې يادونه وکړه ارزوو. او د فساد د له منځه وړلو ادارې به يوه مرکزي اداره وي. دا موازي ادارات مې پکار نه دي.  څارنوالي او عدليې وزارت په دواړو باندې به پانګه واچول شي ، چې  دوى ته هرڅوک د اساسي کليدي وزارت په حيث وګوري او دددې توان پکې پيدا شي ، چې قانون پلى کړي.

پوښتنه: که څه هم تاسو د عدلي او قضايي ارګانونو خبره وکړه، خو په دې برخه کې خلک ډېرې ستونزې لري، ان د فيصلو لپاره د طالبانو محکمو ته ورځي کېداى شي پر دې لنډه تبصره ولرئ.

ځواب: په لنډه توګه، اول، نن په پلچرخي او د کابل او ٣٤ ولايتونو په توقيف خانو کې، په زرګونو زموږ او ستاسو وروڼه او خويندي پراته دي. ددغو ټولو دوسيې به په شپږو مياشتو کې زه فيصله کوم. ځکه دا او مخصوصا د خويندو حالت په دې بنديخانو کې ما ليدلى، دا زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي. محاکم، د اصولو له نظره، استقلال يې د فيصلې ده، استقلال يې په دې نه دى چې موږ مستقل يو، دا ټول د ولسمشر تر لاس لاندې دي. اساسي قانون د قاضيانو د لرې کولو او مقررولو صلاحيت ولسمشر ته ورکړى. هر قاضي به هرځاى کې  د ولسي ارزونې لاندې راځي. که قاضي پرځاى نه وو، لکه چې نن ورته وايي چې ولې پرځاى نه يې يا خدمتي يې دلته، درته وايي چې زه مستقل يم. له قضا څخه به ويستل کېږي. قاضي،  دخلفاى راشدين په مسند کې ناست دى، قاضي به په اسلامي اصولو باندې سمبال وي، اساس القضات او ادب قاضي چې مولوي محمدجان خان الکوزي، د عبدالرحمن په دوران کې ليکلي، پر دوى باندې به عملي کېږي. حق به ددې نه لري، لکه څنګه چې شريعت ويلي، چې د چا مېلمستيا ومني يا د چا هديه ومني. بايد په اساسي توګه موږ د اسلام د مبين دين شرعي اصول پر قاضيانو باندې عملي کړو. او څارنوالي کې بايد بنيادي تغيير راشي، يو اصلي قانون پکار ده چې د هغه په چوکاټ کې هغه روسي قوانين چې د نن څارنوالي يې نتيجه ده، هغه کې بايد بدلون راشي. دا يو اسلامي مملکت دى ولې روسۍ موسسه ژوندۍ ساتو. څارنوالي بايد د اساسي قانون په چوکاټ کې راشي. او نن بنيادي ستونزې دي په دې کې.

پوښتنه: کېداى شي تاسو د افغانستان  د اقتصادي پراختيا لپاره، د خپلو پروګرامونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړئ ، چې غواړئ پلې يې کړئ، ترڅو خلک پوه شي او په اقتصادي برخه کې د خپل هېواد پر پراختيا ډاډمن شي؟

ځواب: اقتصادي نظرونه، تاسو ته مې عرض وکړ چې اول، نن افغانان حد اقل ٥٢ ميليارده ډالر پيسې لري، اما دا سرمايه نه ده. دا زه غواړم په سرمايې بدله شي، چې اقتصادي نظام له يوه مصرفي نظام څخه، په يوه توليدي نظام باندې بدل شي. نو زه غواړم چې د افغانستان له پانګوالو سره په ګډه کېنم، د سکتورونو په تشخيص او د بازارونو په قانون مند کولو کې موږ نتيجې ته ورسېږو. ماليزيا، سنګاپور، جنوبي کوريا او ترکيې دا وکړل، ګورئ چې وده يې څنګه ده. له دې تړون پرته موږ نتيجې ته نشو رسېدى. او عاجل کار مو دا ده چې د بيکارۍ مخنيوى وکړو. نن د ترانسپورټ سکتور ته ګورئ، حد اقل ١٠٠ زره نفرو مستقيم کار درلوده، شايد ٢٠٠ تر ٥٠٠ زرو غير مستقيم  درلود. نن ورځ د ترانسپورټ سکتور د له منځه تګ په حال کې دى.  په اساسي توګه موږ بايد ملي اهداف تعيين کړو او په عملي کولو کې د لويو پروژو او منسجمو پروګرامونو له لارې اقدام وکړو. ځوانانو ته بايد د تشبث زمينه برابره شي، چې دا دوى ته قرضې ورکول او عملي پروګرامونه او مسلکي روزنه غواړي. د مسلکي روزنې لپاره، زه غواړم چې يوه قوه د کار جوړه کړم، چې په هغه کې کم تر کمه شپږ مياشتې په کې مسلکي روزنه ترلاسه کړي. زه ددې امکان ګورم چې کال ته ٢٠٠ زره کسان په منسجمه توګه بهرنيو هېوادونو ته د کار لپاره ولېږم. ځکه چې تر راتلونکو پنځو کلونو کې ترڅو چې موږ ټول بنسټ بدلوو، يوې قانونې دريچې ته ضرورت دى، چې له لارې يې ځوانان ولېږو. نن ځوانان په غير قانوني ډول ځي، زه غواړم دا په يوه قانوني چوکاټ بدل کړم.

پوښتنه: تاسو د ٥٠٠ زره کورونو د جوړولو او په بېلابېلو برخو کې د يو لړ پروګرامونو د پلي کولو خبره وکړه، چې پيسو ته اړتيا لري، تاسو به مالي اړتياوې له کومه پوره کوئ؟

ځواب: ګورئ بنيادي ستونزه د کور په جوړلو کې ځمکه ده. پرته له دليله د ځمکې قيمت اسمان ته لوړ شوى، دولتي ځمکه د کور جوړلو يوه عمده برخه کېداى شي او دويم په شخصي ملکيت باندې بايد موږ زمينه د مشارکت برابره کړو. دولت يا د ځمکې خاوند، خپله ځمکه راوړي، ساختماني شرکت خپل ساختماني ظرفيت راوړي، دولت ورته سړکونه، اوبه او نور برابر کړي. په دې چوکاټ کې موږ مصرف د کور په بنيادي توګه ښکته کولى شو، ددې پرځاى چې په يوه جريب ځمکه کې يو کور جوړ شي، اته پوړونه جوړېداى شي. ساختماني مواد ډېر ګران دي، که يو کور جوړوې، ساختماني مواد درته ډېر ګران تمامېږي، خو که لس زره ګورونه جوړوې، دا منسجم کېږي او په ټولو عمده موادو باندې موږ منځمهالى او اوږدمهالى قرارداد کولى شو چې بيه يې ټيټېږي. که سل منه اوسپنه غواړې په يوه بيه ده، که سل زره ټنه غواړو نو کولى شو چې قيمتونه يې ټيټ کړو. درېيم، د توليد شرايط په دې مملکت کې برابر کړو. سمنټ، موږ په منطقه کې يو عمده توليدوونکى د سيمنټ کېداى شو، ولې په سيمنټو باندې پانګ نه ده اچول شوې، ځکه چې زمينه مو نه ده برابره کړې. په کال کې څو ميليارده ډالر په سيمنټو باندې مصرف وکړو چې ددې ځاى ونيسو. که ٥٠٠ زره کورونو جوړ کړو د سيمنټ توليدلو باندې هم کار کولى شو. تېږې ته وګورئ، موږ تنها ٢٠ ډوله مرمر په کابل کې لرو. خو  اوس يې د تېږې په حيث  پاکستان ته صادروو، د مرمر په حيث يې بېرته اخلو. د مرمر انسجام د تېږې انسجام ددې موجب کېږي ،چې له يوې خوا کار پيدا کړو او له بلې خوا بايد انډول رامنځته کړو. نن که کور قېمته دى، لس او شل زره ډالرو ته يې ټيټ کړم. زموږ هېوادوال چې د باندې دي، يو ميليون افغانان په اروپا او امريکا کې لرو، دوى حاضر دي چې خپل خويندو او وروڼو سره مرسته وکړي. خو زما اتکا په بين المللي مرستو نه ده، زه غواړم په دې مملکت کې دا حس پيدا شي، چې موږ خپل مشکلات حل کولى شو. هوايي برخه کې وګورئ، مخابراتو ته وګورئ څومره منسجم دي، هوايي سکتور ته وګورئ، د اريانا لپاره چې ما نهه کاله مخکې کومه طرحه درلوده عملي نشوه. د کابل هوايي اډۀ، د کابل ګمرکونه ډېر عوايد جمع کولى شي، په دې شرط چې فساد پکې نه وي. د فساد مخنيوى وکړئ لارې برابرې کړئ. سړکونه، ما درسره ژمنه کړې وه چې مرکزي افغانستان به له يوه جغرافيايي محبس څخه وباسو. لاره يې څه ده، ټولو وسايطو څخه به په شفافه توګه حق العبور ټولو، نن حق العبور د چارواکو جيبونو ته ځي. يوه لارۍ که له هرات څخه تر کابل پورې ٥٠٠٠٠ افغانۍ رشوت ورکړي، که په مشروع توګه دا عوايد ټول په لس زرو يا پنځو زرو باندې، مرکزي افغانستان سړک جوړولى شي. نو انسجام دا ده چې خلک ځان وګوري. څه وخت خلک ماليه ورکوي، کله چې وګوري چې ماليه يې ددوى لپاره پکارېږي او ولس بايد په دې کې ونډه واخلي. خيرخانې مېنې ته لاړ شئ ما يو پروګرام دولس کاله مخکې جوړ کړى، چې بالاخره پلى شو. ٤٥ فيصده د سړکونو قېمت، خپله اوسېدونکو ورکړى، سره يو شوي دي، خلک بايد برخه واخلي، هرات کې خلکو برخه واخيسته خپل کورونه يې دوه متره درې متره له سړک څخه لرې کړل، ځکه چې په ګټه يې وه. موږ بايد ولس ته د ګډون زمينه برابره کړو، کابل کې دا غيرقانوني جايداد ټول قانوني کوو او په بدل کې سم سړکونه راځي. خارجي مرستې به وي، حد اقل په کال کې موږ يو ميليارد ډالره اخيستلى شو، چې له هغې څخه په اغېزمنه توګه استفاده وکړو. اما اول هدف مو دا دى چې  خپل معادن په کار واچوو. د ټرانزيټ له لارې افغانستان په سلګونو ميليونه ډالر ترلاسه کولى شي. دا هغه امکانات دي چې ددې زمينه برابروي، چې وطن جوړکړو.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.